تازه خبرونه

د خیبرپښتونخوا لارې افغانستان ته واپس لیږل شوو افغان وګړو شمیر تر ۹۰،۰۰۰۰ نهو لکو رسیدلې:سرکاري شمیرې

د خیبرپښتونخوا کورنیو او قبایلي چارو ریاست وایی چې دوی د افغان وګړو په منظمه او په دروند احترام سره افغانستان ته واپس لیږلو په بهیر کې مخکښ رول لوبوي
د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې تورخم پوله زیات مصروف سرحد دې چې له لارې ی افغان کډوال افغانستان ته ستنیږي

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو ریاست وایی چې دا مهال یولک او یوکم شپیته زره ۱،۵۹،۰۰۰ پي او آر کارت لرونکي او اووه څلویښت زره ۴۷،۰۰۰ افغان سیټزن کارت لرونکو څخه زیات افغان وګړي افغانستان ته واپس تللي دي

پیښور/تورخم: د ملک د بیله بیلو برخو څخه د غیرقانوني، پي او آر او اې سي سي افغان کارتونو لرونکي افغان مهاجرینو افغانستان ته د واپس لیږلو لړۍ دوام لري او نن سبا دا  لړۍ ډیره چټک شوې ده

 د خیبر پښتونخوا کورنیو او قبایلي چارو ریاست لوري ترلاسه شوو تازه شمیرو ترمخه  د هیواد بیله بیلو برخه څخه د پي ای آر او ،پروف آف رجسټریشن،د رجسټریشن ثبوت کارت او افغان سیټیزن کارټ لرونکي افغان مهاجرینو په ګډون افغانستان ته واپس ستنیدونکي افغان مهاجرینو شمیر  ۹۰۰،۰۰۰ نهو لکو ته نزدې شوې دې

د کورنیو او قبایلي چارو ریاست وایی چې په رضاکارانه  توګه د افغان مهاجرینو افغانستان ته د ستنېدنې شمیره تر دې مهال  یولک او یوکم شپیته زره  ۱،۵۹،۰۰۰ پي او آر کارت لرونکي او اووه څلویښت زره   ۴۷،۰۰۰ افغان وکړي چې  سیټزن کارت  لري، څخه زیاته شوې ده

افغان کورنۍ په احترام افغانستان ته  لیږلې شي

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چاروا ریاست په یو خپور بیان کې ویلي چې  تورخم پوله د افغان وګړو د ستنېدنې د عملیاتو تر ټولو بوخته لاره پاتې شوې اود صوبایی حکومت  چارواکي ژمنه کوي چې له هیواد څخه به  افغان وګړي په  خوندي او په ډیر لوی احترام خپل وطن افغانستان ته لیږي

هم دې یادې صوبایی ادارې ویلي دي چې له اپرېل ۲۰۲۵ راهیسې، خیبرپښتونخوا د افغانانو افغانستان ته په منظمه توګه د ستنېدنې په ملي بهیر کې مخکښ رول لري  

د خیبرپښتونخوا صوبایی حکومتي ادارې د معلوماتو ترمخه  د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته د واپس لیږلو  ناقانونه افغان وګړو ټوله  شمېره له  ۶،۴۷۰۰۰ شپږلکه او اووه څلویښت زره څخه اوښتې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو دغه وایی چې  د ۲۰۲۵کال  د نومبر ۱۲ نېټه په ورځ له تورخم پوله څخه په یوه ورځ کې له ۱،۴۰۰ څخه زیات غیرقانونه افغان وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي

 پاکستان کې څومره ثبت شوي افغان مهاجرین ژوند کوي

د یو این ایچ سي آر معلوماتو ترمخه پاکستان کې تر ۸۰۰۰۰ اتو لکو پورې اې سي سي کارت لرونکي او ۱۴۰۰۰۰۰ څورلس لکه افغان وګړي چې پی او آر کارت لري میشت دي

یاده صوبایی حکومتي اداره په خپور راپور کې وایی چې له اسلام‌اباد او پنجاب څخه را استول شوي افغان وګړي هم د خیبرپښتونخوا د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته لیږل کیږي مهمه ده چې یادونه وشي چې ، د سرچینو ترمخه په تورخم پوله هره ورځ تر ۱۰۰۰ او له دې زیاتې افغان کورنۍ افغانستان ته واپس ځي او دا بهیر دوام لري

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *