تازه خبرونه

فیلډ مارشل عاصم منیر: پاکستان امن خوښونکي هېواد دی خو پر حاکمیت او قامی وقار هېڅ قسم جوړ جاړي ته تیار نه دې

فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر خبرداری ورکړې که جنګ ورباندی اوتپلې شي نو سخت ځواب به ورکړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د پاکستاني ځواکونو لوري دهند الوتکو د رانسکورولو تایید کړې وو

روان کال د می په میاشت کی پاکستان د هند د پوځي حملې په ځواب کی د انډیا ۶ جنګی الوتکی راغورځولی وی

 د پاکستان فیلډ مارشل عاصم منیر د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت په اړه تېز او ښکاره پیغام ورکړی او ویلی دی چې پاکستان یو سوله‌ غوښتونکی هیواد دی، خو د خپل حاکمیت، وقار او سرحدي  حدبندۍ او سرحدي امنیت په اړه هیڅ کوم جوړ جاړې نه کوي،  هغوی خبرداری ورکړو چې که پر پاکستان جګړه وتپل شي، غبرګون به ی “بالکل د مې ۲۰۲۵ په څېر” وي

هغوی دا خبرې په ایوانِ صدر کې د اردن د باچا عبدالله دویم په ویاړ د سرکاری ضيافت پر مهال کړی. فیلډ مارشل منیر وویل چې پاکستان سوله غواړي، خو د خپل ملي بقا په بدل کې نه. دوی زیاته کړه: “کله چې مسلمان پر الله باور وکړي، نو د دښمن طرفته غورځول شوې خاوره هم پر توغندي بدلېږي

ښکاره او سټراټیژي  پیغام

پوهان وایی چې د مې ۲۰۲۵ یادونه یو واضح  سټراټیژي خبرداری دی چې د هغو واځبی متناسب اقداماتو لوری ته اشاره کوي چې پاکستان د هماغه کال د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو پر مهال ترسره کړي وو. دا بیان د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو په زیاتېدو کې د پاکستان د بازدارۍ پیغام پیاوړی کوي

 ایمان، یووالی او ملي عزم

فیلډ مارشل عاصم منیر وویل د پاکستان بریاوې تل د ایمان، یووالي او الهي مرستو له برکته تر لاسه شوې دي، او د هند سره د پخوانیو جګړو بېلګې یې یادې کړې. ده وویل چې د پاکستان ملي مقاومت د ولس د ګډ ځواک انعکاس دی.

هغوی په دی خبره ټينګار اوکړو چې  د پاکستان کامیابي د الله د مرستې او د امت د یووالي نتیجه ده

ده د غزوې احد د مثال په راوړلو سره په ملي ازموینو کې د صبر، استقامت او کلک باور ارزښت روښانه کړو

د اردن–پاکستان اړیکې

په دغه ضيافت کی د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، صدراعظم شهباز شریف، لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي موجود وو. دا مراسم د باچا عبدالله دوهم د رسمي سفر یوه مهمه برخه وه، چې پکې دواړو هېوادونو د دفاعي، سفارتی او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړه. د دواړو لورو چارواکو په ځانګړې توګه د  ترهګری په ضد مبارزې، پوځي روزنې او علاقایی امنیت په برخو کې د ژورې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړو

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *