تازه خبرونه

غیرقانوني مهاجرین: د نړۍ د هېوادونو لپاره جدي ننګونه، د پاکستان موقف تأیید شو

پاکستان هم د غیر قانوني کډوالو د ننګونه سره مخ دی چی پکی امن و امان یوه غټه ستونزه رامخې ته ده
پاکستان په ملکی کچه غیر قانونی کډوالو ته ویلی دی چی زر تر زره د ملک څخه بهر لاړ شی چی پکی زیات تره افغان مهاجرین دی او د واپسی دپاره ی ټولې لارې خلاصې دی

پلټنې ښیی په وروستو کی د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او جنوبی وزیرستان کی په ترهګر بریدونو کی افغانان ککړ دي

د برتانیی  وتلی ورځپاڼې “دی ګارډین”  په خپل رپورټ کی وایی د پناه غوښتونکو نظام د کنټرول څخه بهر دی او هیواد یې ویشلی دی

ګارډین راپور ورکړی که د مهاجرینو د اصلي هیوادونو وضعیت خوندي شي، نو هغوی باید خپل هیواد ته ستانه شي، تر دی که شتمنۍ هم ولري

 پوهان وایی د نړۍ په کچه د غیرقانوني کډوالو یا  مهاجرینو له امله د امنیتي خطرونو او اقتصادي فشارونو په اړه د پاکستان موقف تایید شوی پاکستان د مودي راهسی افغان کډوالو ته سر پناه ورکړې چی د سرکاری چارواکو په وینا په یوازی په حکومت بوج دی بلکه د ملک دننه امنیتی ستونزې هم ورځ تر بلې زیاتی شوی او په وروستو کی په پلازمینه اسلام اباد کی ترهګر برید کې ۱۲ کسان وژلې شوی وو او سرکاری مامورین او امنیتي چارواکو ترمخه  په دی ځان وژونکی برید کی افغانان ککړ وو

د غیر قانونی کډوالو په ضد عملیات  

قانون پوها او د سیاسي چارو پوهان وایی چې لکه څنګه چې د نړۍ هیوادونو غیرقانوني کډوالو پر ضد اقدام کوي، ددوي پر ضد قانون سازي کوي هم داسې پاکستان هم حق لري چې په هیواد کې د غیرقانوني میشتو بهرملکیانو پر ضد اقدام وکړي او وس ی پریکړه کړې ده چې څوک هم چې په پاکستان کې  غیرقانوني دي ،هغوي دې خپلو هیوادونو ته ستانه شي

په پاکستان کې د غیرقانوني افغان مهاجرینو په څېر، په برتانیا کې هم پناه غوښتونکي جدي ننګونې رامنځته کړي دي

 ګارډین وایی په برتانیه کی پناه غوښتونکو ته به دایمي نه، بلکې موقتي حیثیت ورکول کېږي او هر دوه یا دوه نیم کاله وروسته به د نوي درخواست ته اړتیا وي، د غیرقانوني مهاجرینو لپاره دایمي استوګنه ترلاسه کول به تر ۲۰ کلونو پورې انتظار ته اړتیا ولري.

غیرقانوني مهاجرین د ټولنو پر منابعو فشار اچوي او د خدماتو وړاندې کول اغېزمنوي.د برتانیا د کورنیو چارو وزیر ویلي، غیرقانوني مهاجرت هیواد ویشي او په ټولنو کې ټکرونه رامنځته کوي

غیرقانوني مهاجرین قوانین ماتوي، د نظام غلط استعمال کوی  او د سزا څخه ځان ژغوري.استوګنه او مالي مرستې به اختیاري شي ترڅو یوازې کارکوونکو ته مرسته ورکړل شي.

د غیرقانوني مهاجرینو کنټرول او د عدالت راوستلو ته د سیستم بیا رغونه د برتانیا لومړیتوب دی.د کورنیو چارو وزیر وايي، دا د غیرقانوني مهاجرت د حل لپاره تر ټولو پراخې او جامع اصلاحات دي مهمه ده چې یادونه وشی چې  په پاکستان کې هم غیرقانوني افغان مهاجرین د ترهګرۍ او قاچاق په جرمونو کې ښکېل دي، او د هېواد د امنیت په پام کې نیولو سره د افغان کډوالو بیرته ستنول په چټکۍ سره روان دي

نورخبرونه

پاکستان څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو واپسي دوام لري

جرمني په خپله افغان کډوال یواځې پریښودل خو په پاکستان نیوکې کوي

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *