تازه خبرونه

د پاکستان ډپټی وزیر اعظم  ماسکو کې  د شنګهایی همکاریو تنظیم غونډه  کی د پاکستان پلاوی مشري کوي

په ماسکو کې دا غونډه په داسې حال کې کیږی چی په سیمه کی امن و امان د خطر سره مخ دی او بل اړخ ته موسمیاتی بدلون له امله په ملګری هېوادونو منفی اثرات کیږی
شنګهایی همکاریو تنظیم د پاکستان په شمول د جنوبي اسیا او د منځنۍ آسیا هیوادونو یو ګډ تنظیم دې چې د غړو ترمنځ د همکاریو په اړه کار کوي

امکان لری د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار مختلفو هیوادونو مشرانو سره د سیمی په امنیت او د هغی په اثرات بحث وکړي

اسلام‌اباد : د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سنیټر محمد اسحاق ډار به د شانګهایی د همکارۍ سازمان  د حکومتونو د مشرانو د شورا سی ایچ جي   په راتلونکې غونډه کې د پاکستان د استازي په توګه ګډون  وکړي. دا غونډه د روسیې د صدراعظم مایخایلوف میشوسټین په بلنه د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۱۷–۱۸مه په ماسکو کې ترسره کېږي

د رسمي معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بېلاروس، چین، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د حکومتونو مشران، د ایران مرستیال ولسمشر او د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. ددې تر څنګ د منګولیا، بحرین، مصر، قطر، کوېټ او ترکمنستان لوړپوړي چارواکي هم  په دې کی ګډون لري.  او همدارنګه تمه کیږی د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو ، لکه

  د CIS، EAEU، CSTO او Democratic Socialists of America (DSA) ـ

 استازي به هم په دی غونډه کی  ګډون اوکړي

په دی غونډه کی به د پاکستان  مرستیال صدراعظم محمد اسحق ډار د پاکستان دریځ د مهمو علاقایی او نړیوالو موضوعاتو په اړه څرګند کړي او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا وړاندیزونه به ترسره کړي، څو د شنګهایی سازمان د پراخې سیمې لپاره ګډې ګټې ترلاسه کړی شی

سي ایچ جي غونډه د ایس‌سي‌او دویمه ستره پرېکړه کوونکې اداره ده چې د اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ، نښلونې   او ټولنیزو اقتصادي همکاریو په تړاو د سازمان د عمومي تګلارو مسوولیت لري. تمه کېږي چې غونډه به یو ګډ اعلامیه او یو لړ نور مهم پیغامونه او پریکړی اعلان کړی

د غونډې په ترس کې به سنیټر  اسحاق دار د ایس سی او  د بېلابېلو غړو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو تعلقاتو او ګډو ګټو په اړه ملاقاتونه هم کوی

نورخبرونه: چین کې د شانګهایی همکاریو سازمان مهمه غونډه پیل شوې ده

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *