تازه خبرونه

 پاکستان او  افغانستان شخړه: روس د منځګړیتوب وړاندیز کړې

د روس وزارت خارجه په بیان کې ویلي دي چې دوی پاکستان او افغانستان خپل مهم شریکان ګنړی او چمتو دې چې ددوی ترمنځ د شخړې هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترکي او قطر هیوادونو هم منځګړتوب کوي خو تراوسه خبرو څه مثبته پایله نه ده ورکړې، وس روس هم وړاندیز کړې

د افغانستان لوري په پاکستاني سیمو او پوستو برید وروسته پاکستان افغانستان سره له ۱۲م اکتوبر راهسي سرحدونه د تجارت پر مخ تړلي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې د کمولو لپاره  له ایران وروسته روس هم د منځګړیتوب وړاندیز کړې دې، د، روسیې هم اعلان کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب او سولې هڅو ته چمتو ده چې ددې هیوادونو ترمنځ سوله راولي

د روسی د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د خبري بریفنګ پر مهال وویل چې په سیمه کې ثبات د روس او نړیوالې ټولنې ګډ لومړیتوب دی.ویاندې پاکستان او افغانستان دواړه “مهم شریکان” وبلل او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی د سیمې د امنیت لپاره خطر دی. د هغې په وینا “د منځګړیتوب هڅې کولای شي د دوامدارې سولې ضمانت وکړي

د روس حکومت ویاندې  په ټینګار سره وویل چې د شخړو تلپاتې حل یواځې د خبرو اترو له لارې ممکن دی او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان او افغانستان باید زغم وښيي، اختلافات د خبرو له لارې حل کړي، د کړکېچ د زیاتېدو لامل نه شي او د مذاکراتو لړۍ روانه وساتي

 ایران هم د منځګړیتوب وړاندیز کړې

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ایران هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب او پخلاینې وړاندیز کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان د ملا امیر خان متقي سره د ټیلیفوني اړیکو پر مهال اعلان کړی و چې ایران د سولې او پخلاینې لپاره هر ډول مرسته کولو ته چمتو دی.

سرچينې وايي چې د اسحاق ډار او عباس عراقچي ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه بحث شوی و. سفارتي سرچینو هم تایید کړې چې ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ګډ تفاهم د ټينګښت لپاره هر ډول هڅې کوي

 د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړه

د پاکستان امنیتي چاروکو ترمخه د ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت لوری ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خواښه ډله د پاکستان پر ضد د افغانستان ځمکه کاروي، دوی الته بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي

د امنیتي چارواکو ترمخه د ترهګرو له افغان خاوري په دې بریدونو کې تراوسه په سلګونو د پاکستان امنیتي اهلکار او عام وګړي شهیدان شوي دي

پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کوي چې ددې ترهګرو پر ضد دې اقدام وکړي او ترهګرو مشران دې پاکستان ته وسپاري خو افغان طالبان له دې انکار کوي او هم دې ضد له امله د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د دوحه خبرو اترو او په استنبول کې د ۲۵م اکتوبر او ۶ نومبر خبرو وروسته هم څه مثبته پایله نه ده ورکړې

نورخبرونه

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

  دوحه مذاکرات: پاکستان او افغانستان په اوربند راضي شوي

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه استنبول مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي

پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *