تورخم/کابل:د افغانستان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري ورځنې راپور خپور کړې، په راپورکېوایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي
د اسلام کلا له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره مجموعًا (۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۷۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۱۸)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې (۷۷۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۴۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۶۵۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۷۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۵۳۰۲۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۱۱)کورنیو سره مجموعًا (۶۶۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۱۰۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۳۶)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۴۶۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۶۴۱)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۳۳۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۳۴)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۱۰۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۴۶)کورنیو سره مجموعًا (۲۸۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۲۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
له کابل څخه (۱۸۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸۵۱)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۱۰۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۱۲۶۵)کورنۍ او (۵۹۸۶)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۲۸۱۵)کورنۍ او (۱۴۹۵۵)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۱۱۸۸)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۲۷۷)عــــدده
نورخبرونه:
نولس زره،اته سوه او یوشپیته، ۱۹۸۶۱افغان وګړي مو بیله بیلو ولایتونه ته انتقال کړي: افغان طالبان