پیښور/کابل : د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تیرو ۳۳ ورځو نه د سرحدونو تړلو وروسته یو مهم بیان مخې ته راغلې دې، الکوزي ویلي دي چې د هېواد د اقتصادي او سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هر افغان صنعتکار او سوداګر باید قربانۍ ته چمتو وي
هغه د حاجي رحمت الله نجیب له دریځه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې موږ د امارت اسلامي د مشرتابه د هدایاتو هرکلی کوو، ځکه دا لارښوونې زموږ د اسلامي، شرعي او قانوني اصولو سره سمې دي، الکوزي زیاته کړه، افغانان هېڅکله چمتو نه دي چې د بل هېواد دښمنانو له په خپل کور کې ځای ورکړي “موږ د افغانستان خاورې او ملي عزت په کلکه دفاع کوو، خپله ازادي او وقار به هېڅکله ونه پلورو
ده د ملا برادر د وروستیو څرګندونو په اړه وویل چې په تېرو شلو کلونو کې هېچا موږ ته داسې واضحه او ملي لارښوونې نه دي راکړي، دا هغه څه دي چې موږ یې تمه درلوده
د پاکستان سره د سوداګرۍ په اړه څرګندونې
الکوزي ټینګار وکړ چې که پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګري وکړي، نو باید د نړیوالو اصولو او ضمانتونو له مخې وکړي، هغه ټینګار وکړو چې پاکستان باید دا ضمانت ورکړي چې تجارتي لارې به هېڅکله پرته له قید او شرطه بندې نه کړي
هغه زیاته کړه چې د امارت اسلامي مشرتابه لارښوونې د اسلامي، شرعي او قانوني بنسټونو پر اساس دي، او باید د افغانستان د ملي امنیت او حاکمیت په اړه هېڅ ډول معامله او جوړ جاړې و نه شي
تاریخي یادونه او حقوقي دلایل
الکوزي وویل، پاکستان پخوا د ظاهر شاه او داوود خان په وختونو کې هم افغانستان له ورته وضعیت سره مخ کړی و. وې ویل او ټینګار ی وکړو چې موږ پر پاکستان درې حقوق لرو، لومړی، د نړیوالو اصولو له مخې موږ په وچه ځمکه پروت یو هېواد یو او د هند له بحر څخه د استفادې حق لرو، دا سمندر یوازې د پاکستان نه دی بلکې د ټولې نړۍ ملکیت دی.
دوهم، د اپټا تړون لا هم نافذ دی، نو ولې پرې پښې ایښوول کېږي؟
درېیم، پاکستان زموږ ګاونډی او اسلامي ورور هېواد دی، د پاکستان له ولس څخه مننه کوو چې له موږ سره یې مرسته کړې ده
د سوداګریز بحران اغېزې
الکوزي وویل چې د تجارتي بندیزونو له امله په افغانستان کې بیې لوړې شوې دي، وې ویل چې سیمنټ، وریژې او یو شمیر نور توکي ګران قیمت شوي دي، وې ویل چې موږ هر کال له پاکستان څخه د څلور زره کانټینروو باڼس لرګي راوړو، دا مواد نه هند اخلي، نه اروپا، زیاته ی کړه چې دا نو زیان په حقیقت کې پاکستان ته رسیږي
هغه زیاته کړه چې له پاکستان لوري د سرحدونو د تړل کېدو له امله یولس زره کانټینرونه، چې شاوخوا پنځه میلیارده ډالره ارزښت لري، د کراچۍ او تورخم ترمنځ بند پاتې دي.الکوزي غوښتنه وکړه چې دا ستونزه باید د ملګرو ملتونو یا یوناما له لارې حل شي، ځکه دا د افغانستان ملي پانګه ده.موږ بله لاره نه لرو، توبه کوو چې له پاکستان سره تجارت وکړو، متبادلې لارې مو موندلې دي
د بدیلو لارو او کورنیو ستونزو یادونه
الکوزي ومنله چې بدیل لارې هم ستونزې لري، خو اړتیا ده چې نړیوال ملاتړ تر لاسه شي. وې ویل چې موږ هر کال له ۵۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه ډالرو پورې وچې مېوې صادروو، خو اینځر مو خراب شول، په دې اړه باید د هوایی لارې یو بدیل وموندل شي
ده زیاته کړه چې د کرایه ګانو لوړوالی هم سوداګر زیانمن کړي او غوښتنه ی وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړې کمیټه جوړه شي. په پای کې یې وویل چې الله تعالی د حقدارانو ملاتړ کوي، موږ مظلوم یو او ضرور به بریا زموږ وي
نورخبرونه: د افغانستان پخواني سفیر ویلي آزاد ملتونو حق لري خپل اقتصاد په پښو ودروي