تازه خبرونه

  افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

د افغان طالبانو نایب وزیراعظم ملابرادر اخند افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې نور دې له پاکستان سره سوداګري نه کوي
د افغان طالبانو دې چارواکي افغان سوداګرو ته ویلي دي چې دوی دې دارو درمل هم له نورو هیوادونو راوړي

د افغان طالبانو لوړپوړه چارواکي دا سپارښتنه په داسې وخت کې راغلې چې نن ۳۲ ورځ هم افغانستان سره د پاکستان سرحدونه د کاروبار پر مخ تړلي دي

پیښور/کابل : نن د چهارشنبې په ورځ د  افغان طالبانو حکومت یوه لوړ پوړه چارواکي د پاکستان سره تجارت کولو په اړه یوه مهمه پریکړه مخې ته راغلې ده

د افغانستان نایب وزیراعظم الحاج ملا برادر اخند سوداګرو ته په وينا کي ویلي دي چې نور دي ټول تجاران د پاکستان په ځای په صادراتو او وارداتو کي د پاکستان په ځای نور بديل هيوادونه انتخاب کړي، له نن څخه وروسته که تجاران په پاکستان کي د هر مشکل سره مخ کيږي نو امارت يې نه ږغ اوري او نه يې مشکل ته رسيدنه کوي

برادر په ویلي دي چې د هېواد د آبرو، سوداګرۍ، صنعت او افغانانو د حقوقو د ساتلو په موخه ا.ا خپلو وروڼو سوداګرو ته ابلاغ کړه چې پاکستان تل زموږ د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلي او له غیر سیاسي مسایلو څخه د سیاسي ابزارو په توګه استفاده کوي

برادر اوویل چې  ټول دې له پاکستان سره د امکان تر کچې سوداګري کمه او د اموالو د ټرانزیټ لپاره دې له نورو میسرو لارو استفاده وکړي،  هغه واردات چې له پاکستان څخه کېږي، نورو بدیلو مارکېټونو او هېوادونو ته دې مخه کړي، چې په پراخه کچه اوس الحمدلله شتون لري

د افغانستان نایب وزیراعظم افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې دارو درمل دې  مطلق له نورو هېوادونو څخه واردوي او سوداګر دې یې هلته حسابونه تصفیه او کارونه دې ترې راونغاړي

مهمه ده او باید یادونه وشی چې د افغان چارواکي دا لارښوونې په داسې وخت کې راغلي دي چې پاکستان د افغان لوري په پاکستاني سیمو او پوستو بریدونو وروسته په ۱۲م د اکتوبر ټول سرحدونه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلي دي او نن ددې سرحدونه ۳۲مه ورځ ده چې په پوله کاروباري هلې ځلې په ټپه ولاړې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *