اسلام آباد: داعش خراسان څانګې،آیی ایس کې ایس، پورې اړوند سرچينو د خپل وژل شوي قوماندان ضياءالدين ابراهيم، چې د “ادريس” په نوم هم پېژندل کېده، ژوندليک خپور کړی دی. د امنيتي سرچينو په وينا، د هغه اصلي نوم عرب خان وو ،او د څو هدفي وژنو او ترهګريزو حملو د تنظيم او اجرا ذمه وار بلل شوی دی
سرچينې وايي، ضياءالدين د تحريک انصاف د مشر ریحان ذيب، د عوامي نېشنل پارټۍ د مشر مولانا خان ذيب، د ناواګۍ اسسټنټ کمشنر فيصل سلطان او يو شمېر نورو دولتي چارواکو د وژنو په پېښو کې ککړ وو. ويل کېږي چې هغه زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان له غړو سره په ګډه عمليات کول
د پاکستاني امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، ضياءالدين د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د پاکستاني استخباراتي ادارو لهخوا په هدفی عملياتو کې د باجوړ د کوسر سيمې په شاوخوا کې ووژل شو
د داعش خراسان اړوندو سرچينو په وينا، ضياءالدين د باجوړ د ماموند تحصيل اوسېدونکی و. هغه په لومړيو کې د تحريک طالبان پاکستان د وسلهوالو سره يو ځای شو او د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر ضد حملو کې ی برخه واخيسته. وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته واوښت او د کنړ ولايت د سرسبز سيمې د چوکام کلي کې مېشت شو
د داعش خراسان د جوړېدو وروسته، هغه له خپلو څلورو وروڼو سره يو ځای د دې ډلې برخه شوه. د راپورونو له مخې، د هغه وروڼه نورګل، سميع الله، عمران او اکرم په بېلابېلو جګړو کې ووژل شول
ضياءالدين وروسته د افغان امنيتي ځواکونو لهخوا ونيول شو او بندي شو. نوموړی لومړی په ننګرهار زندان کې بندي و، خو وروسته پل چرخي او بګرام زندانونو ته ولېږدول شو. د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګېدو وروسته (په ۲۰۲۱ کال کې) هغه له زندانه خوشې شو او د داعش خراسان (يا د طالبانو د مشرتابه) د امر له مخې بېرته باجوړ ته ستون شو.
فعاليتونه او مرګ
په باجوړ کې، ادريس د پوليسو، پوځیانو، د جمعيت علمای اسلام د غړو، د جاسوسۍ تورن کسانو، قبايلي مشرانو، انتخاباتي کانديدانو او ځينو مذهبي شخصيتونو پر ضد بريدونو کې فعال رول درلود. د امنيتي چارواکو په وينا، هغه د څو مياشتو څارنې او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د يو ځانګړي عملياتو پر مهال وژل شوی دی.
باید یادونه وشي چې د ضياءالدين ابراهيم د وژل کېدو وروسته، د داعش خراسان ډلې تر اوسه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی
نورخبرونه: قبایلي سیمه سورغر کښې د داعش خراسان کمانډر وژل شوې