تازه خبرونه

د افغانستان ښځینه سازمان غړو د افغان طالبانو پر ضد احتجاج کړې

د افغانستان په هرات کې د ښځینه لپاره فعالانو د طالبانو د اجباري حجاب امر پر ضد برقي سوځولي دي
نړیوالې ټولنې پر افغان طالبانو غږ کړې چې د ښځو له حقونو څخه دې سرغړونه نه کوي

کله نه چې افغان طالبانو پر افغانستان کې واک ترلاسه کړې ،دوی په په ښځو یو شمیر بندیزونه لګوي دي فایل فوټو: په هرات کې ښځې د افغان طالبانو پر ضد احتجاج کوي، کال ۲۰۲۱

د افغانستان په هرات ولایت کې د مدني ټولنو او د بشري حقونو د سازمانونو غړو د طالبانو د وروستي امر پرضد  یو پیاوړی اعتراض ترسره کړ، چې له مخې یې د ښځو لپاره د برقع (چادري) اغوستل اجباري ګرځول شوي دي.

په دې سمبولیک اقدام کې، د ښځو فعالانو برقعې وسوځولې او دا پرېکړه یې د ښځو پر وقار او بنسټیزو انساني حقونو حمله وبلله. دا مظاهره د سختو امنیتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره شوه او د افغان ښځو د زیاتېدونکي قهر او نا رضایتۍ څرګندونه یې کوله،  “زه ښځه یم، سیوری نه یم” ، د مظاهرې پر مهال، فعالانو هغه شعارونه پورته کړل او خپاره کړل چې اوس د افغانستان په ټولنیزو شبکو کې پراخ خپاره شوي دي. د دوی شعارونه دا وو

زه ښځه یم، سیوری نه یم ، زما غږ مه چوپوه

ساه اخیستل زموږ حق دی

آبي رنګ د جبر نښه نه ده

 برقع د هغه مرغه قفس دی چې لا هم سندرې وایي

 آسمان او زه دواړه آبي رنګ لرو، خو آسمان آزاد دی

دا علامتی پیغامونه دا څرګندوي چې د طالبانو وروستی حکم څنګه د ښځو هویت، ازادي او لید تر سیوري لاندې راولي او هغوی په چوپتیا او پټتیا مجبوروي.  د مدني ټولنو دا غبرګون دې چې د افغان طالبانو د ا پریکړه د ښځینه وګړو دښمنه پریکړه ده  او دا به دوی هیڅ کله هم و نه زغمي

په سوشل میډیا یوه ویډیو خپره شوې، په ویډیو کې ښکاري چې یوه ښځینه فعاله د افغان طالبانو پر ضد احتجاج کوي او خپله برقع سوځوي

 د مدني ټولنو فعالانو دا دریځ وو چې ښځې د برقع اغوستلو ته مجبوره کول د اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو خلاف دي، وې ویل چې د افغانستان ښځې حق لري چې په ازاد ډول په ټولنه کې برخه واخلي، په عزت، برابري او له وېرې پرته ژوند وکړي، د مدني ټولنې فعاله ښځې ټینګار کوي چې د برقع اغوستل په اسلام کې هیڅ مذهبي اساس نه لري، بلکې دا د ظلم او استثمار نښه ده

 نړیوالو څخه غوښتنه

فعالو ښځو له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو د حقونو د منظم سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د دې تبعیضي او غیر انساني کړنو د مخنیوي لپاره ژر او اغېزمن اقدامات ترسره کړي

 پر افغان ښځو د بندیزونو دوام

له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلي، دوی پر ښځو یو لړ سخت بندیزونه لګولي دي  چې پکې د لوړو زده کړو بندیز، د کار محدودیتونه، د نارینه سرپرست پرته د سفر بندیز او د اجباري حجاب پلي کول شامل دي.د هرات دا مظاهره د هغو لږو ښکاره اعتراضي خوځښتونو څخه ده چې ښځو د دې سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کړې، او دا د افغان ښځو د زړورتیا، مقاومت او نه تسلیمېدو څرګندونه کوي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې کله نه چې افغان طالبانو په واک کې راغلي دي نو په هرات کې د افغان طالبانو پر ضد ښځینه فعالانو یو شمیر احتجاجونه کړي او له ی طالبانو ی غوښتي چې دوی دې له ښځینه حقونو څخه سرغړونه نه کوي

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *