تازه خبرونه

نن د جمعې په ورځ استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ بیا ناسته کیږي

سرچینې وایی وړمه ورځ د ترکي په استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ مثبتې خبرې وشوې

1 min read

افغان رسنۍ او افغان طالبان، له بده مرغه نړۍ هم ګمراه کوي او افغان اولس هم، ځکه دوی لیکلې ژمنه نه کوي

د کارپوهان ترمخه استنبول خبرو پر مهال د پاکستان دریځ روښانه وو، د افغانستان خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو دې افغان طالبان لیکلې ژمنه وکړي

November 7, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ۲۵م اکتوبر استنبول خبرو وروسته پریکړه شوې وه چې په ۶ م نومبر به  دواړه هیوادونه د ترکي او قطر په منځګړتوب بیا خبرو ته کیښني ترڅو یوې بشپړ هوکړې ته ورسي او د سرحدونو د امنیت په اړه به هم د یو میکانیزم  جوړولو په سر ټینګار او هوکړه وکړي

د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي مشري څوک کوي؟

د سرچینو ترمخه په استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي مشري د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو مشران کوي، د سرچینو ترمخه  د پاکستان د استخباراتو مشر لیفټیننټ جنرل عاصم ملک او د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق د خپل هیواد د پلاوي مشري کوي

د پاکستان او افغانستان د دواړو پلاویو سرچینو ترمخه د پاکستان او د افغان طالبانو د پلاویو تر منځ په استنبول کې د مذاکراتو درېیم پړاو له ۱۳ ساعتونو ډېر دوام وروسته پای ته ورسیدلو، د سرچينو په وينا، خبرې اترې د منځګړتيا کوونکو هیوادونو ترکي او قطر  په حضور کې په یوه  مثبته فضا کې ترسره شوې

دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې  د دواړو هیوادونو ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک دروازه که څه هم امنیتي وضع وړمه ورځ یو ځل بیا خرابه شوه او د دواړو هېوادونو تر منځ په پوله نښتې هم وشوې خو دواړو ګاونډي هیوادونو   خبرو ته د دوام  ورکولو پرېکړه کړې ده۔ پلاوي ته نزدې سرچینو ویلي دي چې  د دواړو پلاویو تر منځ به مذاکرات نن په ۷اووم نومبر  د جمعې د لمانځه وروسته بيا پيل شي۔د پلاویو د سرچينو په وينا، که پرمختګ ښه وشي، نو د “استنبول بهير” يا “استنبول اعلاميه” د اعلان کولو امکان شته

دلته دا هم باید یادونه وشی چې د افغان لوري په پاکستاني پوستو او سیمو د بریدونو وروسته پاکستان له ۱۲م اکتوبر څخه چې نن ی ۲۷اووه یشتمه ورځ ده،  خپل ټول سرحدونو د احتجاج په توګه  د عام مسافرو  تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونو لپاره تړلي دي خو په دې وروستیو کې پاکستان لوري سپین بولدک او تورخم دروازې یوازې د افغان کډوالو لپاره چې له پاکستان څخه افغانستان ته واپس ستنیږي پر مخ پرانستل شوي دي

خبرونه: سبا استنبول کې د پاکستان او افغانستان مذاکرات کیږي

Related Articles

نن په ډیره اسماعیل خان کې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې دوه نور سرتیري سخت ژوبل شوي دي

November 30, 2025

د پاکستان بهرنیو چاروزارت په واشنګټن ډي سي کې د افغان لوري برید په کلکو ټکو کې غندنه کړې وه

November 30, 2025

په دې وروستیو کې د پیښور په صدر ایف سي هیډواکوارټر باندې د ځانمرګي برید درې بریدګر افغان وګړي وو او نادرا ددوی تابیعیت تاید کړې دې

November 30, 2025

څیړونکی وایي چی د مصر بهرنیو چارو وزیر دې سفر او پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شی

November 30, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *