تازه خبرونه

اسرایل،هند او افغان طالبانو ترمنځ شیطاني تړون

په دې وروستیو کې پاکستان له سعودي عربستان سره لوی دفاعي تړون لاسلیک کړچې له دې وروسته هند،اسرایل او افغان حکومت ګډ سازشونه پیل کړي دي

1 min read

د هند بهرنیو چارو وزیر له اسریلو بهرنیو چاور وزیر سره په ۵م اکتوبر وکتل

دفاعي شنونکي وایی چې کله د هند د بهرنیو چارووزیر متقي د هند په سفر وو ،افغان طالبانو په پاکستاني پوستو بریدونه پیل کړل

November 6, 2025

د هند، اسراییلو او د افغان طالبانو  رژیم ترمنځ یو شیطاني  تړون اوس په ښکاره بڼه راڅرګند شوی،دا تړون  وروسته له هغه چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ تاریخي ستراتیژیک او دفاعي متقابل تړون لاسلیک شو، د افغانستان او اسراییلو د بهرنیو چارو وزیرانو هند ته سفر وکړو چې دې تړون ته عملي شکل ورکړي

د دې تاریخي تړون له لاسلیک وروسته، د افغان طالبانو د رژیم بهرني وزیر امیرخان متقي د اکتوبر په ۱۰مه نېټه هند ته سفر وکړ، او یوازې دوه ورځې وروسته چې د افغان طالبانو موقتي حکومت د بهرنیو چارو وزیر متقي په هند کې وو ،  د اکتوبر په ۱۲مه، د طالبانو سرغړوونکو عناصرو بې‌ځایه د پاکستان پر سرحدي پوستو برید وکړ

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې  دا ټول شرارتونه هغه مهال روان وو، کله چې پاکستان او سعودي عرب د سپتمبر په ۱۷مه یو له ټولو مهمو او تاریخي ستراتیژیک متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پاکستان ځواکونو ته د په مکه کې د حرمینو شریفینو د دفاع کولو  مقدسه دنده وسپارل شوه او له دې معاهدې ترمخه په هر ملګري باندې برید به داسې بلل کیږي چې دا برید ی په بل ملګري شوې او د دښمن په ضد به ددې برید غبرګون ښایی

سیاسي او دفاعي شنونکو ترمخه دې تاریخي تړون له لاسلیک وروسته، د طالبانو رژیم د هند په غېږ کې ناست و، ځکه د دوی بهرني وزیر هند ته سفر وکړو،  افغان طالبانو د هند او اسراییلو د ایجنډا پلي کولو لپاره په مستقیم ډول د پاکستان پر ضد د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان له لارې بریدونه کول او په خپله ی هم د پاکستان په سرحدي پوستو او عام اولس بریدونه وکړل

یو سیاسي او دفاعي څیړنکار ترمخه د هند او اسرایل تړون به جنوبي آسیا لپاره ښه نه وي او دې تړون او د هند او اسرایل یو بل ته رانزدیکیدلو له امله به په جنوبي آسیا کې امنیتي وضع کړکیچنه شي، څیړنکار وایی د پاک سعودي دفاعي تړون له امله د هند او اسرایل استخباراتي ادارو خوبونه تښتیدلي دي او دوی وس د پاکستان پر ضد کار پیل کړې دې

د راپورونه ترمخه  اکتوبر په ۵مه، د هند بهرني چارو وزیر د اسراییلو له بهرني وزیر سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د ترهګرۍ ضد په ګډون به په ټولو پټو برخو کې  خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دفاعي او مذهبي څینړنکارو ترمخه په دې کې هیڅ کوم ډار نشته چې هند، اسراییل او د طالبانو رژیم د پاکستان پر ضد یو موټی شوي او یوه خله شوي دي ځکه پاکستان د مبارکو ځایونو حرمین الرشریفینو  د دفاع کولو ذمه واري ترلاسه کړې ده ، سعودي عربستان سره کلک او لوی دفاعي تړون لاسلیک کړې دې او د پاکستان پر ضد به د هند، افغان طالبانو رژیم او د اسرایلو ګډ استخباراتي سازشونه له ناکامۍ سره مخ شي دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان طالبانو او د هند حکومت ګډ سازش چې په پاکستان کې ترهګري خپره کړي څو څو ځل رابربنډ شوي دي، نړۍ لیدلي چې ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان په افغان خاوره کې فعالیتونه لری، دوی الته د ټریننګ مرکزونه لري، د بریدونه پلانونه جوړوي او بیا دا بریدونه په پاکستان کې ترسره کوي، ددې بریدونه ذمه واري څو څو ځل ټي تي پي په غاړه اخستې چې دا ښکاره څرګندونه ده چې د هند او افغان طالبان رژیم په ګډه پاکستان کې ګډوډي غواړي

نورخبرونه: د پاکستان ضد د نړیوالو استخباراتي ادارو ګډ کمپاین

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *