تازه خبرونه

د پاکستان ضد د نړیوالو استخباراتي ادارو ګډ کمپاین

د پاکستان پر ضد د هند استخباراتي ادارې را، افغان جي ډي ایی او اسرایلي موساد ګډ تبلیغاتي مهم پر مخ وړي خو چارواکي وایی دا د پاکستان ضد کمپاین به بریالۍ نه شي
د پاکستان ضد دا دروغو بیانونه له استخباراتي ادارو خپریږي او بیا ی د هند را ملاتړ لرونکي ژورنالستان هم په خپلو پاڼو خپروي

د پاکستان ضد ددې کمپاین یو پوسټ چې په جعلي ایکس پاڼه خپور شوې وو، له زلمي خلیلزاد لوري هم په ایکس خپور شو

د پاکستان پر ضد د موساد، استخباراتی ادارې را او د افغان استخباراتي ادارې جي ډي آیی یو منظم د دروغو پروپیګنډه کولو شبکه بربنډه شوې ده ، دا شبکه په یو منظم ډول باندې د پاکستان ضد جعلي خبرونه پو سوشل میډیا پاڼو خپروي چې د پاکستان داخل کې سیاسي او امنیتي ګډوډي رامنځته کړي

د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له لوري د تاجکستان د استخباراتو د مشر “سایمومین یتیموف” په نوم د یوې جعلي پوسټ شریکول تصادفي نه، بلکې د یوه منظم ډیجیټل عملیات برخه وه. په دې پوسټ کې د پاکستان او افغانستان شخړې په اړه خبره شوې وه، پاکستان ته ی مشوره ورکړې ده چې له افغانستان سره د امن په لور لاړ شي، ځکه هغه په ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان ته امپراتورانو ادیره ده
د پلټونکو او فیکټ‌چېکر سرچینو له مخې، دغه جعلي پوسټ د افغانستان د عمومي استخباراتو له هغو ټولنیزو رسنیو پاڼو خپور شوی و، چې په منظم ډول د پاکستان ضد پروپپګنډه پر مخ وړي.

فیکټ‌چېکر تایید کړې چې یاد پوسټ د هم هغه افغان استخباراتی ادارې جي ډي آیی سره اړوند سوشل میډیا پاڼو څخه خپور شوی و، چې له وړاندې د پاکستان پر ضد دروغجن مواد خپروي.
وروسته دغه پوسټ د هندي او لوېدیځو ټولینزو رسنیو په پاڼو هم بیا خپور شو، تر څو د باور وړتيا ظاهري بڼه پیدا کړي

هندي ژورنالېسټ ادیتیا راج کول، چې د هند د استخباراتي ادارې را د دریځونو ملاتړ کوونکی بلل کېږي، د همدې افغان اړوند پاڼو د ادعاوو ملاتړ کړی.ده د کابل  لوري د پاکستان په ضد برید او  چلند ته د ستراتېژيک حوصلې او زغم  نوم ورکړی، خو د پاکستان د دفاعي اقداماتو ننداره یې د تاوتریخوالي زیاتوالی بللې او ښودلې ده

په ورته مهال، میر یار بلوچ، چې د  میمري په نوم د یوې اسرائیلي تړلې ادارې د “خپلواک بلوچستان ډیسک” مشري کوي، د “پښتونستان” او “آزاد بلوچستان” تر شعارونو لاندې ورته پروپاګنډه پرمخ وړي او په دې ډول پوسټونو کې د افغان، هندي او لوېدیځې پاڼې هم ټیګ کوي چې دا ددوی د ګډې پروپیګنډې یوه بیلګه ده.

  د څارونکو راپورونه ښيي چې د جعلي خبرونو خپرېدو تسلسل تل یو مشخص مسیر تعقیبوي، لوومړی پړاکې  د افغان استخباراتي شبکې جعلي ادعاوې خپروي، په دویم پړاو کې  د هند راو پورې اړوند پاڼې  هغه ادعاوې بیا په رسنیو کې خپروي ، په دریم پړاو کې  د اسرائیلي تړلو ادارو له لوري ورته فکري یا تحلیلي بڼه ورکول کېږي.

لوېدیځ پخواني دیپلوماتان او مبصرین لکه زلمی خلیلزاد ورته نړیوال مشروعیت ورکوي.

د دغه معلوماتي عملیاتو پیل د استنبول د ناکامو مذاکراتو له سمدستي وروسته شوی
په دغو خبرو کې د طالبانو پلاوي د  ټي ټي پي او بي ایل اې پر ضد د لیکلې ژمنې له لاسلیک کولو ډډه وکړه.
شنونکي وایي، دا جعلي کمپاین د همدې ناکامۍ د پټولو او د کابل د ناکامې دیپلوماسۍ د پټولو هڅه وه.د څارنې راپورونه ښيي چې دا ډیجیټل شبکه د هند استخبارااتي ادارې را، د اسرایلي ادراې موساد او د افغانستان استخباراتي ادارې جي ډي ایی ترمنځ همغږي ده، چې درې ستر هدفونه لري، د پاکستان د دفاعي سیاست د باور کمزوري کول،په پاکستان کې داخلي  ګډوډي او بې‌اعتمادي خپرول او او د ترهګرو ډلو د ملاتړ د پټولو هڅه

په داسې وخت کې چې د پاکستان په ضد دا درې استخباراتي ادارې ګډ د پروپیګنډې عملیات په مخ وړي د پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد ضد دا ګډوډي د جعلي معلوماتو جګړه ده.اسلام‌اباد وايي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات د شواهدو، قانون او ملي دفاع پر بنسټ ترسره کېږي، او دا پروپاګنډه به د حقیقت رڼا بدله نه کړي. اسلام آباد دا یو ښکاره دریځ دې چې که دا جعلي خبرونو له کابل، نوي ډیلي یا له تل ابیب خپریږي نو  دا هیڅ د پاکستان داخلي او سرحدي امنیت ته زیان نه شي رسولې او نه د پاکستان پیاوړتیا اراده بدلولې شي

نورخبرونه

هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر

استنبول مذاکرات: پاکستان د طالبانو حکومت مخې ته سره کرښه راښکلې

د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي: د پاکستان پوځ ویاند

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *