...

 د اسلام کلا له لارې  ۶۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي:افغان طالبان

افغان طالبان چارواکي په یو راپور کې وایی چې په سرحدي سیمو کې ی افغان کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي دي
پاکستان د انساني خدمت جذبې لاندې خپل سرحدونه د افغان کډوالو لپاره پرانستلي دي

افغان طالبان په ورځني راپور کې وایی چې هیواد ته واپس راستنیدونکي افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ،  ورځنی کاري راپور خپور کړې، راپو د  سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي

د اسلام کلا له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۴) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹) کورنیو سره مجموعًا (۴۱۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۴۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۶۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۹۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۰)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۵۵۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۷۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷۱۲)تنه و، کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، هلمند او نیمروز ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۶۸۶۹۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۰۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۹۸۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۵۰۷۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۴۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۱۱۸۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۶۱۳۸)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۱۰۳۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۸۱)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۲۷۲۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۹۳)کورنیو سره مجموعًا (۹۲۳۶۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۶۴۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د بهرامچې له لارې (۱۳۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۳۵)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي،  د هلمند له بهرامچې څخه (۱۰۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰۲)تنه و، نیمروز ولایت، لښکرګاه، دیشو، خانشین، صفار او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۰۹۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۹)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۶۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۷۵۳)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۸۷)تنه و، ننګرهار، پروان، غزني، بغلان، کندوز، تخار، جوزجان، کندهار، خوست، سرپل او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۵۱۱۶۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د ټولو کورنیو بشپړ راپور هم ورکړل شوې دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۹۸۴)کورنۍ او (۱۰۳۶۲)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۲۶۰۵)کورنۍ او (۱۶۱۸۲)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۲۵۸۲)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۳۰۲۶)عــــدده

نورخبرونه: پاکستان څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو واپسي دوام لري

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.