...

افغان طالبان وایی تورخم له لارې ۱۷۰۰کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

افغان طالبانو چارواکي په یو راپور کې وایی چې د تورخم لارې راستنې شوې کورنیو کې ۸۹۲۵، تنه غړي وو چې هیواد ته راستانه شول
د افغانستان طالب چارواکي و وایی دوی په سرحدي سیمو کې افغان کډوالو لپاره کمپونه او مرکزونه جوړ کړي دي

افغانستان سره د پاکستان ټولې سرحدي لارې د سوداګرۍ پر مخ تړلي خو له پاکستان لوري افغان کډوالو پر مخ خلاصې دي

د افغانستان حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ورځنۍ د کمیټیو کاري راپور خپور کړې دې، راپور د د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري- راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي

د اسلام کلا له لارې (۷۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۹) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۰) کورنیو سره مجموعًا (۵۰۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۸)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۹۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲)کورنیو سره مجموعًا (۹۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

  د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۱۸)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو  

د سپین بولدک له لارې (۱۰۰۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۹۱۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، له سپین بولدک څخه (۶۷۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰۲۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۶۲۸۷۵۸۱)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۴۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۴۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

  په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۳۰۰۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۸۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۱۷۰۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۸۹۲۵)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۵۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۳۳)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۸۳۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۹۴)کورنیو سره مجموعًا (۴۰۴۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۴۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو، د بهرامچې له لارې (۱۵۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

  د هلمند له بهرامچې څخه (۱۵۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۶۸)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۱۸۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۵)کورنیو سره مجموعًا (۱۴۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۸۲۹)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۵۱)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۲۸۲۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 د یاد افغان طالبانو حکومت د افغان کډوالو دې اړوند دفتر د ټولو راستنو شو کډوالو راپور هم خپور کړې دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۲۹۶۳)کورنۍ او (۱۶۲۴۳)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۲۱۶۱)کورنۍ او (۱۱۷۷۲)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۸۸۲)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۲۹۵۸)عــــدده

نورخبرونه

پاکستان څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو واپسي دوام لري

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

برتانیا د افغانستان لپاره د زده کړې او مسلکي کار ویزې ځنډولې، د پناه غوښتنې د غوښتنو د زیاتوالي او د افغانستان د حکومتدارۍ او ثبات په اړه د اندېښنو په دلیل

March 7, 2026

په میرانشاه کې ځانمرګی برید؛ ۱۴ ملکيان ټپیان، روغتون بیړنی حالت اعلان کړ، څو ټپیان نازک حالت کې دي

March 7, 2026

د خلیج د هوایي فضايي محدودیتونو له امله د پاکستان د هوايي چلند سکتور ته ۲۰ میلیارده روپۍ زیان رسیدلی، او په لویو ښارونو کې د پروازونو او عملیاتو جریان اغیزمن شوی

March 6, 2026

کارپوهان د سیمې خطرونه روښانه کوي ځکه چې ترهګري، ډیپلوماتیک اړیکې، او د قدرت سیاست د جنوبي او منځنۍ آسیا د امنیت چوکاټ جوړوي

March 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.