تازه خبرونه

پاکستان ملي تګلاره په خپله جوړوي:  ډی جي آیی ایس پي ار

پاکستان له افغانستان غوښتنې چې د خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د کارولو هیچا له اجازه مه ورکوې
پاکستان بیا بیا له افغانستان غوښتي چې افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي

د پاکستان پوځ د سیاست برخه مه ګرځوې او باید د دسیاست څخه لیرې وساتل شی: ډي جي آیی ایس پي آر

د پاکستان د پوځ وياند، د آي اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شريف چوهدری نن د ګل په ورځ په یو مهم پریس بریفنګ کې ويلي چې پاکستان خپله ملي تګلاره پخپله جوړوي او هېڅ بهرني فشار ته به تسليم نه شي. نوموړي څرګنده کړه چې پوځ د آيين او قانون له مخې خپل مسؤليتونه ترسره کوي او له سياست سره هېڅ تړاو نه لري؛ پوځ نه غواړي د سياست برخه وګرځي، او اړينه ده چې له سياست څخه ليرې وساتل شي

د پاک افغان تازه شخړه او امنيتي عملياتو راپور
د آي اېس پي آر مشر وويل، د وروستۍ پاک  افغان شخړې  پر مهال د امنيتي عملياتو پر مهال ۲۰۶ افغان طالبان او ۱۱۲ د “فتنه الخوارج” غړي وژل شوي دي. ده زياته کړه چې د دې ډلې مشر د افغان طالبانو د امير په نوم بيعت کړی او دا ترهګرې ډلې خپلې حملې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترسره کوي

له افغان موقت حکومت څخه غوښتنې او سرحدي ګواښونه
جنرال احمد شريف وويل، پاکستان څو ځله له افغان موقت حکومت څخه غوښتي چې خپله خاوره د ترهګرو د استفادې لپاره هېڅکله مه پرېږدي، خو بيا هم له پولې  هاخوا د ترهګرۍ هڅې دوام لري. ده ټينګار وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ لري او د هر هغه عنصر پر ضد به اقدام کوي چې د هېواد سولې ته زيان رسوي

د هند نيت او “فالس فليګ” په ګوته کول
وياند د هند د پلانونو يادونه وکړه او وې ويل چې د هند نيت له هېچا پټ نه دي. ده وويل، هند يو ځل بيا د “فالس فليګ آپريشن” تياري کوي څو د پاکستان پر ضد دروغجن تبليغ وکړي. ده خبرداری ورکړ چې هند که په وچه، هوا يا سمندر کې هر ډول اقدام وکړي، نو پاکستاني ځواب به دا ځل لا ډېر سخت، پرېکنده وي

د فلسطين له ولس سره د پاکستان همدردي
د آي اېس پي آر وياند د پاکستان د بهرنۍ تګلارې تکرار وکړ او وويل چې پاکستان د مظلوم فلسطيني ولس ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي د غزه پر بې ګناه خلکو ظلمونه د انساني قدر پر ضد وبلل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د اوربند لپاره ژر اقدام وکړي، ده وويل، پاکستان تل د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌ليکونو له مخې د فلسطين د عادلانه حل ملاتړ کړی او د مسلمانانو د حقونو لپاره به غږ پورته کوي

د پوځ چمتووالی او له قوم څخه د باور کولو غوښتنه
د خبري غونډې په پای کې جنرال احمد شريف وويل، د پاکستان پوځ د هېواد د دفاع، د ولس د خونديتوب او د ملي وقار د ساتنې لپاره هر وخت چمتو دی. ده زياته کړه چې د دښمن هر ډول سازش به شنډ کړل شي او د پاکستان پر حاکميت  او خپلواکۍ به هېڅ ډول جوړجاړی و نه کړي، ده له ولس وغوښتل چې د ټولنيزو رسنيو د اوازو او غلطو خبرونو څخه ځان وساتي او يوازې د رسمي چارواکو بيانونه  د اعتبار وړ وګڼي

نورخبرونه

هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر

هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *