تازه خبرونه

افغانستان کې زلزله: د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر افغانستان سره غمرازي شریکه کړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکرد افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته ټیلیفون کړې دې
ملګري ملتونه او نور نړیوال د خیرښیګړې سازمانونه باید افغانستان سره مرستې وکړي ځکه په دې سیمې کې د ژمي ساړه هم پیل شوي دي

هندي مرستیال جې شنکر افغان بهرنیو چارو وزیر متقي سره د هند په وروستي سفر او ددې سفر په پایلو هم ټینګار کړې

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره خپل هندي سیال ډاکټر جي‌شنکر ټیلیفوني خبرې وکړې دې او نن د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې وروسته په شوي زیان خواشیني څرګنده کړې ده

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړې او د عاجلو بشري مرستو چې په کې ۱۵ ټنه خوراکي توکي شامل دي اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ

جې  شنکر زیاته کړې، هېواد به یې ډېر ژر د خوړو او درملو برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي، دغه راز د هېواد د بهرینو چارو وزیر له خپل هندي سیال څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې پر وخت به د هند مرستې اړمنو ته ورسېږي

همدا راز دې خبرو کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه‌ییزو مسایلو هم بحث کړی او هند ته د  مولوي امیر خان متقي د وروستي سفر د پایلو په تعقیب ی هم  ټینګار وکړ مهمه ده چې یادونه وشی چې نن د شپې ناوخته په شمالي افغانستان مزار او سمنګان کې د  ۶.۳ شدت زلزلې له امله ۲۰ څخه زیات کسان شهیدان شوي او تر۵۳۴ پورې ټپیان شوي دي

نورخبرونه: د افغانستان شمالي برخو کي زوروره زلزله شل تنان مړه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *