تازه خبرونه

پاکستان له خپله ځانه ډیر غټ هیواد هند ته ماتې ورکړې ده: عطا تارړ، د اطلاعاتو وفاقي وزیر

عطا تارړ په خبري کانفرنس کې ویلي دي چې د پاکستان او هند ترمنځ جنګ پر مهال افغانستان د اسرایلو او هند جعلي کمپاین او بیانونو سره ولاړ وو
د پاکستان پر ضد د هند را ، موساد او جي ډي آیی یو منظم د درواغو خبرونه کمپین کوي

د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي دي چې د هند د پروپګنډې جګړې افغانستان اغېزمن کړی او افغانان هڅه کوي له هند څخه د پروپګنډې طريقې زده کړي او د پاکستان پر ضد ی وکاروي

 د پاکستان پرضد په دې وروستیو کې  په یو منظم ډول ډيس انفارميشن یعني د درواغو تبلیغ  کمپېن پیل شوې دې خو په دې وروستيو کې ښکاره شوی چې هند، اسرائيل او افغانستان د پاکستان پرضد ،دا ټول په یو لار روان دې او ددې درواغجن کمپاین برخه دي

  د پاکستان او هند د ټکراو شخړې  په مهال اسرائيل او افغانستان د هند له جعلي بيانونو سره ولاړ وو، همداسې د متقي د وروستي هند سفر او د پاک–افغان سرحدي شخړو پر مهال هم د دواړو هېوادونو اتفاق رابربنډ شوې دې

 د ایچ ټي این خبريال اسامه قذافي ته د اطلاعاتو مرکزي وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د هغه د  ځواب پر مهال وفاقي وزير اطلاعات عطاالله تارړ وويل چې په وروستيو کې د پاکستان پر ضد د افغان او هند تړون په بربنډیدو  کې هېڅ شک نشته، خو دا به د پاکستان باندې هیڅ کوم اغېز ونه لري. پاکستان ډېر لوي او ځواکمن هېواد دې او له کابل څخه  دا ډول د اسلام آباد پر ضد د يرغل خبرې کول له بې عقلۍ پرته بل هیڅ نه دي.

تارړ زياته کړه چې د هند د پروپګنډې جګړې افغانستان اغېزمن کړی او افغانان هڅه کوي له هند څخه د پروپګنډې طريقې زده کړي. متقي په هند کې د کشمير په اړه پرته له کومې پوښتنې  اظهار وکړ، حال دا چې له هغه څخه د کشمير په اړه پوښتنه هم نه وه شوې. تارړ وويل يو یو داسې کمزورې هیواد چې په هیڅ کې هم نه دې او  هغه د کشمير په اړه کومه خبره کوي، په پاکستان هیڅ کوم اغیز نه پریوزي  

تارړ وويل چې د هند تر اثر لاندې د افغانستان رسنيو داسې رپورټونه خپاره کړل چې ګويا موږ پر اسلام آباد حمله کړې ده ،  هغه په دې دعوو ټوکې وکړې او پر هغوی ی نیوکې وکړي چې پاکستان هغه هیواد دې چې له خپل خان څخه  ډېر غټ او ځواکمن دښمن ته ی ماتې ورکړې ده  

تارړ زياته کړه چې افغانستان سره مو مرسته کړې ، افغان مهاجرینو سره مو مرستې کړي ، ددوی میلمستیا مو کړې خو اوس هغوی دا مرستې هېرې کړي او پر اسلام آباد د يرغل خبرې کوي. هغه وويل چې افغانستان ته هېڅ هم د اسلام آباد پر ضد د يرغل ادعا کول سم کار نه دی او دا د دوی وس او ظرفيت نه دی. هغه ټينګار وکړ چې افغانستان بايد هېڅکله د اسلام آباد د ضد د يرغل خبره و نه کړي، د اسلام آباد پر ضد يرغل کول د افغانستان له وسه بهر کار دی. هغه همدا راز وويل چې افغانستان د خپلو ښځو  څخه وېرېږي او هغوی ته اجازه هم نه ورکوي چې په ازاده توګه بهر راووځي،  ټینګار ی وکړو چې داس هیواد له د پروپیګنډا کولو باندې شرم کول په کا دي  

نورخبرونه: پاکستان کې د هند استخباراتي ادارو لوري  ترهګریز فعالیتونه او پلانونه بربنډ شول

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *