تازه خبرونه

چابهار بندر: واشنګټن او نوي ډیلي بندیزونو لرې کولو اعلان کړې

چابهار بندر له لوري هند کولې شی په ډیره اسانه خپل تجارتي توکي افغانستان او بیا منځنۍ آسیا ته انتقال کړي
سوداګر وایی پاکستان سره په سرحدونو د افغانستان سوداګر خپل ټول پام چابهار بند په لور اړولې دې

اقتصاد پوهان وای د واشنګټن او نوي ډیلي د چابهار په اړه دا هوکړه به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې هم ډیر مهم رول ولوبوي

د افغانستان اقتصادي پرمختګ په اړه یو مهم خبر مخې ته راغلې دې، ‏اکونومیک ټایمز راپور ورکړی، چې واشنګټن او نوي ډیلي د ایران په چابهار بندر د تحریمونو پر معافیت هوکړه کړې، په ایراني بند دې بندیزونو لرې کولو سره به په دې بندر سوداګري ډیره وده وکړي او هند به خپل تجارتي توکي ایران او افغانستان ته انتقال کړي

د اکونومیک ټایمز د راپور له مخې، دغه بندر افغانستان او مرکزي اسیا کې د هند ارتباطي پروژو لپاره ځانګړی اهمیت لري او معافیت به یې د را روان ۲۰۲۶ کال تر لومړيو پورې دوام وکړي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د چابهار بندر کوم چې د ایران سویلي سواحلو کې موقعیت لري د هند له لوري افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردولو لپاره مهمه دروازه پېژندل کیږي

دغه بندر د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره له مهمو او اصلي مسیرونو څخه دی

د هندي سرچېنو د معلوماتو له مخې روسیه هم په پام کې لري د قزاقستان او ازبکستان له لارو هند او یو شمېر نورو اسیاسي هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره له چابهار بندر څخه استفاده وکړي

دا هم باید یادونه وشي چې افغان سوداګرو په دې وروستیو کې خپل ټول پام چابهار په لور اړولې ترڅو دوی خپل توکي ایران او بیا نورې نړۍ ته انتقال کړي

نورخبرونه

 پاکستان او افغانستان ترمینځ اقتصادي پرمختګ او ستونزې- په تورخم پوله مهمه غونډه

ټرمپ په هند اقتصادي ګوزار کړې: په هند یی ۵۰ سلنه ټیکس ولګول

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *