سرچینې وایی چې نن د زیارت په ورځ سهار وختي د ډېره اسماعیل خان د ټانک اډې سره نزدې بازار کې نامعلومه وسلهوالو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې ی د فرنټیر کور نائب صوبیدار ربستان خان په شهادت ورسول شو.
د امنیتي سرچینو له مخې، شهید ربستان خان د ټانک اوسېدونکی و او په رخصتۍ ې خپل کور ته راغلی و.پولیسو او امنیتي ځواکونو د پېښې له وروسته سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
په بلوچستان کې هم عملیات ترسره شو، ۱۸ ترهګر له منځه وړل شوي
په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو عملیات؛ ۱۸ ترهګر ووژل شول، د پاکستان امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې ۱۸ ترهګر وژل شوي دي.
د آیی ایس پي آر د اعلامیې له مخې د کویټه په چلتن سیمه کې د ترهګرو د موجودیت د معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته انټيليجنس بېسډ اپریشن ترسره شو.په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټ مرکزونه په نښه کړل.
د سختې نښتې پر مهال ۱۴ ترهګر چې د هند له لوري ملاتړ کېدل، ووژل شول.
د آیی ایس پي آر په وینا بل استخباراتي عملیات د کېچ د بلیده په سیمه کې ترسره شو، چې پکې د ترهګرو یو مرکز له منځه یووړل شو او ۴ ترهګر وژل شول.له وژل شوو ترهګرو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي دي.ویل کېږي چې دغه کسان په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.
هر یو ترهګر به له منځه یوړل شي: آیی ایس پي آر
د آیی ایس پي آر اعلامیه زیاتوي چې د هر هندي ملاتړ لرونکي ترهګر د له منځه وړلو لپاره په سیمه کې د کلیرنس عملیات روان دي.د پوځ او قانون نافذونکي ادارو د “عزمِ استحکام” تر عنوان لاندې د ترهګرۍ ضد پراخ اپریشن ته دوام ورکړي دې څو د هېواد له خاورې د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګري له جرړو را اوباسي
باجوړ کې هم د ټي ټي پي یو ترهګر غړې له منځه وړل شوې
سرچینې وایی په باجوړ کې هم د امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد اپریشن کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو ډیر مهم چې ریاستي ادارو ته مطلوب وو له منځه وړل شوې ، سرچینې وایی چې بدرالزمان عرف عبدالله چې په سیکوريټي ځواکونو او د عام خلکو په وژنو کې ککړ وو له منځه وړل شوې دې
نورخبرونه
هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر
پاکستان کې ۸۰سلنه ترهګر افغان تبع، د آیی آرایس پالیسي بریفنګ
د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي: د پاکستان پوځ ویاند