د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي دي چې د سعودي عرب د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ليدل ورته ډېره خوښي ورکړه.
لومړي وزير دا خبره په ټولنيزو رسنيو کې په خپاره شوي پيغام کې کړې ده. نوموړي زياته کړه چې د ملاقات پر مهال دواړو مشرانو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ د لا پياوړتيا پر اقداماتو مفصل بحث وکړ.
د شهباز شريف په وينا، دواړو هېوادونو د ورورولۍ پر بنسټ ولاړ اړيکو د لا پياوړتيا او دوام ژمنه تکرار کړه. لومړي وزير د سعودي وليعهد د بېساري ملاتړ مننه هم وکړه.هغه وويل، دی د شهزاده محمد بن سلمان منندوی دی چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د شراکت، ورورولۍ او ګډې سوکالۍ د ليدلوري د پياوړتيا لپاره يې اغېزمن رول لوبولی.
يادونه بايد وشي چې دا ليدنه په رياض کې وشوه چې پکې د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم ګډون وکړو، دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د سيمهييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې کله شهباز شريف د قصر يمامه ماڼۍ ته ورسېد، نو شهزاده محمد بن سلمان د هغه او د ده د پلاوي تاوده هرکلی وکړ.د پاکستان لومړی وزير د سعودي وليعهد د ځانګړې بلنې په اساس رياض ته تللی، او هلته به د فيوچر انوېسټمنټ انيشيېټو نهمې نړيوالې غونډه کې هم ګډون کوي.
دا هم باید یادونه وشی چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ په دې وروستیو کې لویه دفاعي معاهده شوې ده چې له مخې ی دا ژمنه شوې چې په دواړو هیوادونو کې که په یو هیواد برید شي نو دا به د بل ملګري هیواد باندې برید ګڼل کیږي
نورخبرونه
پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د سټريټجکي دفاعي تړون تاريخې معاهده،