تازه خبرونه

وزیراعلی خیبر پښتونخوا دې اولسي ستونزو ته پام وکړي

چې کله نه هم د خیبر پښتونخوا نوي وزیراعلی سوګند پورته کړې دې نو د هغه پام عمران خان په لور دې او له عوامي ستونزو ی مخ اړولې
د خیبر پښتونخوان وزیراعلی سهیل افریدي باید عوامي مسلو هوارولو ته پام وکړی

د خیبر پښتونخوا اولس بدامنۍ او د ژوند یو شمیر نورو ستونز سره مخ دي خو له بده مرخه نوي ټاکل شوي وزیراعلی د عوامي ښیګړې کومه لویه پروژه نه ده اعلان کړې او نه ی کار پیل کړې

د ضلع خیبر په تاریخ کې لومړۍ خل لیدل کیږي چې ددې سیمې څخه سهیل افریدي د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی په توګه ټاکل شوي دې خو له بده مرغه سهیل افریدي ترواسه په خپله کابینه جوړولو کې نه دې بریالۍ شوې.

په سوشل میډیا باندې د سهیل افریدي په ضد د ضلع خیبر ځوانان او د بیله بیلو سازمانونو مشرانوسختې نیوکې کوي او غوښتنه کوي چې باید سهیل افریدي په عوامي مسلو توجه وکړي او د عمران خان په څیر ضد پریږدي.

په ۲۵م اکتوبر وزیراعلی سهیل افریدي د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس ددې وروسته سخت د مایوسۍ او خفګان څرګندونه وکړه ځکه هغه په دې ضلع کې د کومې لوی پرمختیایی پروژې اعلان و نه کړو. د خیبر پښتونخوا اولس او په ځانګړي توګه د ضم ضلعو خلک د ژوند یو شمیر ستونزو سره مخ دي، په قبایلي سیمو کې د سکولونو نشتوالې دې، په موجوده سکولونو کې د استاذانو کمې دې، که وکتل شوي نو په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو سرکاري سکولونو کې د پیرنټس ټیچرز کونسل بینکونو اکاونټونو ته مالي فنډر ورکړل شوې وو او له دې فنډ څخه ی د پرایمرۍ سکولو لپاره عارضي استاذان واخستل خو دا منصوبه وس ختمه کړې شوې ده او قبایلي سیمو په شمول د ضلع خیبر په سرکاري پرایمري سکولونو کې هم  د استاذانو کمې دې چې له امله ی د سرکاري پرایمري سکولونو زده کوونکې د زده کړو بې برخې کیږي. په داسې وخت کې نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي له په کار دې چې د ضلع خیبر په سرکاري پرایمري سکولونو کې استاذان وټاکي، نوي د پرایمري ،مډل او هایی سکولونو لپاره د نوې استاذانو اخستلو اعلان وکړې او په عملي توګه دا استاذان په دې سکولو کې وټا چې ددې سیمې زده کوونکي هم لکه د نورو سیمو په څیر په ښه او معیاري ماحول کې زده کړې وکړي چې د قوم او وطن لپاره په راتلونکي کې خپل مثبت رول ولوبوي.

Related Articles

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو حکومت رد کړی او د فوري انتخاباتو غوښتنه یې کړې ده

April 21, 2026

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره مهم مذاکرات سبا په اسلام‌آباد کې پیلېږي، او د هوکړې په صورت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګډون امکان هم شته

April 21, 2026

په اشغال شوي کشمیر کې د ادهم پور ولسوالۍ کې د مسافرو بس له کمر څخه لوېدلې، چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي. راپور وایي چې په بس کې له ظرفیت څخه زیات مسافر سپاره وو

April 21, 2026

ډیپلوماټیکې سرچینې وایي چې اروپايي ټولنه په راتلونکو اوونیو کې په بروکسل کې د افغانستان د اوسني حاکمیت د یوه پلاوي کوربه‌توب کوي، چې دا د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو خبرو نوې هڅه بلل کېږي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *