استنبول / اسلاماباد / کابل: د پاکستان او افغانستان د خبرو دويم پړاو د استانبول په ښار کې د سخت ډيپلوماتيک نظارت لاندې پيل شو، چيرې چې د پاکستان پلاوي د چارواکو په وينا،یوازې یوه نقطه ایجنډا، د کالعدم تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون خوښو ډلو په ضد د عملی ګامونواخستلو غوښتنه او په ملي امنیت د هیڅ کوم جوړ جاړي نه کولو دریځ.
د افغان پلاوي ترکيب
د افغان پلاوي مشري د استخباراتو د عمومي رياست یو مشر غړي حاجي نجیب حقاني کول،نجیب د سراج الدین حقاني لاندې کار کوي، له له ده سره سهيل شاهين، انس حقاني او د بهرنيو او دفاع وزارتونو چارواکي هم ملګري وو. راپورونه وايي چې د کندهار مشرتابه داځل د استخباراتو مشر عبدالحق واثق په بهر کولو سره د پلاوي د کوچني ساتلو پریکړه کړې وه ترڅو دا ذمه واري د حقاني ډلې ته وسپاري ځکه د پاکستان سره تفاهم لری کوم چې د ملا یعقوب ملاتړ هم لري.
پاکستان د ټي تي پي پلاوي وړاندیز رد کړو
د استنبول ډيپلوماتيکو سرچينو له مخې، افغان استازو وړانديز وکړ چې په پلاوي کې ټي ټي پي هم شامل کړي خو پاکستان دا وړانديز په کلکه رد کړ او څرګنده يې کړه چې خبرې به يوازې د دولت تر منځ وي، او له کومې بندې ترهګرې ډلې سره به هېڅ مستقيم تماس نه نيول کېږي.
يو لوړپوړي چارواکي ایچ ټي ته اوویل چې له ترهګرو سره هیڅ امکان نشته چې خبري وشي، ټولې خبرې او همکاري به له افغان حکومت لوري د ټي تي پي او بي ایل اې په ضد د څرګندو ، عملي ګامونو پورې تړلي وي او دا زموږ دریځ دې او له دې هیڅ شاتګ نه کوو.
سرچينې زياتوي چې تر غونډې وروسته انس حقاني د کابل سره اړيکه ونيوه څو وضعه کنټرول کړي، او وروسته د طالبانو لوري بلې غونډې غوښتنه وکړه. دا دويم پړاو د قطر او ترکيې په منځګړيتوب بيا پيل شو، چې څارونکي يې د کابل لپاره د يو ازموينې په توګه ګڼي او فکر کوي چې طالبان له نمايشي ژمنو ورهاخوا د ترهګرۍ پر ضد عملي اقداماتو ته تيار دي که نه.
په داسې وخت کې چې د دوحه خبرو اترو په دوام کې پرون څخه په ترکي کې امن لپاره خبرې پیل شوي ، د پاکستان پوځ ویانده اداره آیی ایس پي آر راپور ورکوي چې له سرحد بل لوري څځه ی د ترهګرو د داخلیدلو هڅه شنډه کړې ده. په خپره اعلامیه کې وایی چې
“د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۲۴–۲۵مه نېټه د خوارجو دوه غټې ډلې د خيبر پښتونخوا د کرم ضلعې د غاښي سيمې او د شمالي وزيرستان د سپينوام پر لور د نفوذ هڅه کوله، چې د امنيتي ځواکونو له خوا تعقيب کړې شول، اعلامیه زیاتوي چې سپین وام کې ۱۵ خوارج چې څلور پکې ځانمرګي د هند ملاتړ لروني برید ګر وو له منځه یوړل شول. .”
د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه هم ترلاسه شوه، خو پوځ دا هم تاييد کړه چې د هېواد پنځه زړه ور زامن په دې جګړه کې شهيدان شوي ، د بيان له مخې “د خاورې زړور زامن وو، چې په مېړانه وجنګېدل او د شهادت لوړه مرتبه يې وموندله.”
په اعلامیه کې وایی چې د ترهګرو هڅې “ په داسې وخت کې شوې، کله چې د پاکستان او افغانستان پلاوي په ترکيه کې په خبرو اترو بوخت دي،” چې دا خبره د افغانستان د موقتي حکومت د نيتونو په اړه “جدي شکونه” راولاړوي.اعلاميې له کابل څخه د دوحې تړون د ژمنو يادونه هم وکړه، چې پکې ويل شوي “افغان خاوره بايد د پاکستان پر ضد د ترهګرو له خوا ونه کارول شي.”
له دوحې تر استنبول
د استنبول غونډه له هغه پړاو وروسته راغله چې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په دوحه کې د قطر په منځګړيتوب ترسره شوې وه. دغه ناسته د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف او د افغانستان د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه، او د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق هم پکې ګډون کړی و.دا ناسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سختو سرحدي نښتو وروسته ترسره شوه، چې د موقتي اوربند لامل شوې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه مهال وويل چې د خبرو اجنډا د “سرحدي ترهګرۍ د مخنيوي او ثبات د بيا ټينګښت” په اړه وه، او زياته يې کړه چې اسلاماباد تمه لري طالبان “د نړيوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او د ټي ټي پي او بی ایل اې پر ضد د تصديق وړ اقدامات ترسره کړي.”
خواجه آصف وويل چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، پاکستان کې د ترهګرۍ له امله نږدې ۴ زره ملکيان او امنيتي پرسونل وژل شوي، او دا چې د اسلاماباد زغم پای ته رسیدلې او که د امن خبرې بریالۍ نه شي نو بیا به د افغانستان په ضد ښکاره جنګ وي. آصف وويل، که افغانستان همکاري ونه کړي، “نو دا حالت ښايي پر خلاصې جګړې بدل شي، ده زياته کړه چې “هند د افغانستان له لارې پر موږ د نيابتي جګړې هڅه کوي، خو افغانستان بايد وپوهېږي چې پاکستان هند ته پرېکنده ماته ورکړې.”
د ده په وينا، دا خبرې د دوحې اوربند يو دايمي ميکانيزم ته د بدلولو لپاره دي، او تر دې دمه دواړه خواوې اوربند ته درناوی کوي. آصف زياته کړه که توافق ونه شي، موږ د خلاصې جګړې انتخاب لرو ، خو زه وينم چې هغوی د سولې غوښتونکي دي.”
اطلاعاتي جګړه او تکرارېدونکي بڼې
د استنبول خبرې د يوې پراخې “بيانيې جګړې” تر سيوري لاندې روانې دي.د دې مياشتې په پيل کې، د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد په پکتیکا کې د پاکستان د دقيقو بريدونو غندنه وکړه او ادعا يې وکړه چې ملکيان وژل شوي دي، خو پاکستاني چارواکو دا خبره د “پخواني مظلوميت د تکرار پروپاګنډه” وبلله.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ تاييد کړه چې ياد بريدونه د حافظ ګل بهادر ډلې چې له تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې سره تړلي ترهګرو په ضد شوي وو په کوم کې چې ۶۰ تر ۷۰ ترهګر له منځه یوړل شول او دا په داسې وخت کې شوې وو چې د اوربند سرغړونې شوې وې.
د پاکستان رسمي رسنيو راپور ورکړی چې د شنبې ورځنۍ ناستې نهو ساعتونو دوام وکړ، چې تمرکز يې د سرحدي څار، حاکميت، او تجارتي همغږۍ باندې و.
افغان رسنيو بيا وويل چې کابل يو مسوده وړاندې کړې، چې له مخې يې پاکستان بايد ژمنه وکړي چې د ټي ټي پي او بي ایل اې پر ضد د افغانستان دننه بريدونه نه کوي، خو د پاکستان د متقابلې مسودې له مخې، ګډ څار او د ترهګرۍ ضد د تصديق وړ اقدامات ضروري دي.
ډيپلوماتيکې سرچينې وايي د طالبانو له لوري د ټي ټي پي وړانديز هڅه ده چې دې ډلې ته د “واقعي پيژندنې” سياسي بڼه ورکړي ، یو اقدام چې پاکستان له ۲۰۲۱–۲۲ اوربند له ماتېدو راهيسې پرې کلک مقاومت کړی دی.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي ایچ ټي این ته اوویل چې طالبان بايد د ټي ټي پي مسووليت پر غاړه واخلي، نه دا چې دا ډله د ستراتيژيکي ژورتيا د وسيلې په توګه وکاروي. هغه دور تېر شو
د نفوذ هڅې او د نيتونو شکونه
د اسلاماباد له نظره، په استنبول کې د خبرو پر مهال د کرم او شمالي وزيرستان د نفوذ پېښې د کابل پر نيتونو لا زيات شک رامنځته کړی. آیی ایس پي آر وایی چې داسې پیښې د افغانستان طالبانو موقتي حکومت په اړه سخت شکونه رامنځته کوي.
پوځ ژمنه وکړه چې د عملياتِ عزمِ استحکام تر چتر لاندې به عمليات دوام ولري ،دا يو “پرته د دریدلو یو د ترهګرو په ضد کمپاین دی، چې د بهرني ملاتړ لرونکو ترهګرو له منځه وړلو لپاره پیل شوې دې
لکه څنګه چې د استنبول خبرې د قطر او ترکيې په منځګړيتوب دوام لري، سيمهييز شنونکي دا شېبه د يوې سترې ازموينې په توګه ويني ، د پاکستان دريځ روښانه دی ، افغانتان سره پرمختګ يوازې هغه وخت ممکن دی چې کابل دناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون خوښو پر ضد عملي او تصديق وړ ګامونه پورته کړي.د طالبانو حکومت اعتبار به پر دې ولاړ وي چې آيا دوی پر هغو ډلو کنټرول ښيي، چې يو وخت يې پناه ورکړې وه که نه
که طالبان د يو مسؤل دولت په توګه عمل وکړي او يا د يوې شبکې په څېر چې د استازو جګړې اداره کوي ، دا به نه يوازې د استنبول د بهير پايله وټاکي، بلکې د راتلونکو کلونو لپاره به د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ یو بشپړروښانه لار هم وټاکي.
نورخبرونه
پاکستان د ترکي په غونډه کې د افغان طالبانو غوښتنه رد کړې
دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان