تازه خبرونه

د فرانس ۲۴ راپور: د پاکستان د بدنامولو یوه ناکامه هڅه

د فرانس خبري ادارې ۲۴ نیوز راپور کې یوه افغان کورنۍ په داسې ډول نړۍ ته ورښکاره شوې چې موخه ی پاکستان بدنامول دي او دا د ژورنالستي اصولو خلاف ده
پاکستان له ۴۰ کالو زیات د افغان مهاجرنیو کوربه دې او چې نن په افغانستان کې امن راغلې نو نړۍ دې ته غلط رنګ ورکوي

دا یوازې پاکستان نه دې چې ناقانونه افغان مهاجرین واپس افغانستان ته استوي ،یورپي هیوادونه هم له دې سخت قانونو لري او مهاجری له خپلو هیوادونو را اوباسي

د فرانس نړيوال خبري  آژانس فرانس ۲۴ نيوز  وروستۍ راپور، چې شاه‌زيب واله، سونيا ګيزالي، او اوندين ډې ګال د احسان‌الله احمدزی په مرسته ی جوړ کړی، د پاکستان له لوري د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو پاليسۍ ته يو احساساتي او عاطفي رنګ ورکړی دی 

د راپور سرليک، پاکستان: د افغان کډوالو لپاره يوه آزموينه  اېښودل شوی، چې پکې د يوه افغان کورنۍ کيسه د بنسټ په توګه کارول شوې څو د پاکستان پرېکړه ظالمانه او غير انساني نړۍ ته ور وښایی

په راپور کې ښودل شوي چې محمد نومی افغان، چې په ۱۹۸۲ کال کې له کډوالۍ وروسته په پاکستان کې زېږېدلی، اوس له خپلو اته ماشومانو سره بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اړ دی. د فرانس ۲۴ خبريالانو د پوليسو د چاپو، د شړلو وېرو، او د ماشومانو د احساساتي صحنو له لارې هڅه کړې چې د نندارچيانو همدردي راجلب کړي، خو د پاکستان د پاليسۍ قانوني، امنيتي او اقتصادي اړخونه يې له پامه غورځولي دي

د شنونکو په وينا، د راپور بيان او طرز فکر د لر و بر د مفکورې اغېز ښکاره کوي، چې هڅه کوي د افغان او پاکستاني هويت تر منځ کرښه له منځه يوسي. په راپور کې دا حقيقت نه دی ياد شوی چې پاکستان تېر ۴۰ کاله د ۴ ميليونه څخه زيات افغان کډوال مېلمانه ساتلي، داسې بېلګه چې نړۍ کې هېڅ لوېديځ هېواد نه ده تکرار کړې

سربېره پر دې، فرانس ۲۴ دا هم نه دي څرګند کړي چې پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسيون غړی نه دی، خو بيا هم يې د انسانيت له مخې افغان وګړو ته د څو لسيزو لپاره پناه ورکړې په داسې حال کې چې لوېديځ هېوادونه ناقانونه مهاجر له ۴۰ ساعتونو زيات نه زغمي

د راپور په انداز، صحنو او بيان کې روښانه احساساتي شدت ليدل کېږي، چې موخه يې د پاکستان د اقداماتو نړيواله بڼه منفي ښودل دي. د مبصرينو په وينا، د فرانس ۲۴ دا راپور له ژورنالستي توازنه بې‌برخې دی، او هدف يې دا دی چې يو قانوني اداري اقدام د نړيوال شخړې په بڼه وړاندې کړي  چې دا نه يوازې د خبري اصولو خلاف دی، بلکې د پاکستان پر ضد منفي تبليغاتي بيانې ته وده ورکوي

نورخبرونه

د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور خپور کړې

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *