تازه خبرونه

 تحریک طالبان پاکستان یوه مهمه ویډیو خپره کړې

ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوه ویډیو چې ۳:۳۸ وخت لري ښایی چې دوی په ضلع خیبر کې امنیتي پوستې څنګه په نښه کړي
تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې مرکزونه لري او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي

یوه بله ویډیو هم خپره شوې چې پکې یو نیول شوې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ځانمرګري بریدګر وایی دوی له په افغانستان کې ټریننګ ورکړل شو چې پیښور کې برید ترسره کړې

د تحریک طالبان پاکستان   له لوري  ۳ دقيقې او ۲۸ ثانیو یوه ویډیو خپره شوې ده،په ویډیو کې لیدل کیږي چې  د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو بریدونه ترسره شوي دي.

په دې ویډیو کې څرګندېږي چې د تحریک طالبان پاکستان  جنګیالي د پاکستان په امنیتي پوستو هم له دې په خپله جوړ شوو راکټونو بریدونه ترسره کوي.

دلته دا هم باید یادونه وشي چې په ټولنیزو رسنۍ ایکس په دې ورستیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده، په ویډیو کې یو ۱۷کلن ماشوم چې حافظ قران دې او د ننګرهار افغانستان اوسیدونکې دې وایی چې هغه په افغانستان کې د جهاد او ځانمرګي برید لپاره وروزل شو او بیا ی پیښور ته د برید لپاره راولیږلم خو په پیښور کې ونیول شوم. دا تصدیق شوي معلومات او ویډیوګانې تایدوي چې افغانستان خاوره وس هم د ترهګرو لپاره یو پتنځای دې او د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي هم په افغان خاوره روزول کیږي او بیا پاکستان ته د بریدونو لپاره رالیږلې شي چې د پاکستان پوځ او نور امنیتي اهلکارو په ضد بریدونه ترسره کړي.

نورخبرونه

 افغان حافظ قران چې ځانمرګي برید ی کولو خو پیښور کې ونیول شو

Related Articles

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ناقانونه ګرځولې شوې ډلي ټي ټي پي وسله وال په جنازه کې مولوي شیر علي په وینا کې ګاونډي هیوادونو ته ګواښونه ورکړي دي

January 29, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 29, 2026

د وادي تیراه خلکو له ایچ ټي این سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په ټولو پښتنو سیمو کې د امن غوښتونکي دي

January 29, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې روسیه پلان لري چې افغان طالبانو ته سپکې توپخانې او افغان پوځیانو لپاره د روزنې ورکولو پلان عملي کړي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *