تازه خبرونه

د پاک-هند جنګ مخنیوې: ټرمپ مودي سره مهمې خبرې کړي

د امریکا اولسمشر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان-هند جنګ مخنیوي او روس په اړه ی نوي ډیلي سره مهمې خبرې کړي دي
.... ټرمپ وایی چې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو په پراخیتا هم کار روان

ټرمپ ویلي دي چې هند له روسیه څخه د تیلو اخستل کم کړي دی

د پاکستان او هند ترمنځ د جنګ مخنیوي او له هند سر د امریکا دوه اړخیز تجارت  په اړه د امریکا اولس مشرډونلډ ټرمپ لوری یو مهم خبر مخې ته راغلې دې.

‏د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تازه بیان کې ویلي دي  چې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې د نوي ډېلي  له خوا له روسیې څخه د تېلو د پېر او له پاکستان سره د جګړې د مخنیوي په اړه مهم خبرې کړې دي.

د ټرمپ په وينا، مودي ورسره ژمنه کړې چې له روسیې څخه به نور تېل نه پېري، هغه ټینګار کړې دې چې  له پاکستان سره د جګړې د مخنیوي په اړه یې هم نوي ډیلي سره مهمې  خبرې کړې دي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ د دیوالي په مراسمو کې زياته کړې، هند له روسیې څخه د تېلو پېرل کم کړي او دواړه مشران هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین جګړه هم پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې او ټینګار ی کړې دې  چې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هڅې هم روانې دي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې امریکا اولسمشر په دې وروستیو د نوي ډیلي باندې  په سوداګریزو توکو د مالیه زیاتولو ګواښ هم کړې وو او د پاکستان او هند ترمنځ د جهګړې او د ټرمپ لوري د پاکستان لوري د هند جنګي الوتکې راغوځولو په اړه دوام داره بیانونو ورکولو وروسته د امریکا او نوي دیلي ترمنځ سفارتي اړیکې ترینګلې شوې وې

نورخبرونه

ټرمپ په هند اقتصادي ګوزار کړې: په هند یی ۵۰ سلنه ټیکس ولګول

Related Articles

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *