د افغان طالبانو حکومت له لوري هیواد ته واپس راتلونکو افغان کورنیو په اړه جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء، د د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې.
خپور راپور چې د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي.
د اسلام کلا له لارې (۱۱۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲) کورنیو سره مجموعًا (۴۰۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۸۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸)کورنیو سره مجموعًا (۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۶۹)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۷)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې (۴۱۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۱۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
له سپین بولدک څخه (۴۰۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۲۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، اورزګان، نیمروز، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۳۴۹۱۷۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۳۷)کورنیو سره مجموعًا (۳۷۰۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۶۶۳۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۷۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د بهرامچې له لارې (۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د هلمند له بهرامچې څخه (۲۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۵)تنه و، لښکرګاه، خانشین، صفار، دیشو، ګرمسیر او نیمروز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۲۰۰۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۰)کورنیو سره مجموعًا (۲۴۳۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
له کابل څخه (۱۷۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸۴)تنه و، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، تخار، فاریاب، سرپل او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۹۸۸۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه په راپور کې ورکړل شوي دي.
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۵۹۹)کورنۍ او (۳۲۸۳)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۶۰۵)کورنۍ او (۳۶۷۹)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۵۳۷)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۲۲)عــــدده
نور خبرنه: حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې