د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب اوویل چې هېڅ هېواد ته به دا اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان خپلواکي تر پښو لاندې کړي يا د هېواد امن او ثبات ګډوډ کړي.
مولوي يعقوب ټينګار وکړ چې د ډيورنډ کرښې موضوع د معاهدې د هېڅ برخې برخه نه وه، ځکه دا د ملتونو تر منځ يوه شخړه ده او دا فورم د دې بحث لپاره نه و،زیاته ی کړه چې افغان ملت به ددې په اه پریکړه کوي.
د ترکيې د راتلونکې غونډې په اړه يې وويل چې هلته به د اوسني تړون د عملي کولو څرنګوالي او د امنيت د ټينګښت په اړه خبرې وشي.
کله چې يو خبريال ترې وپوښتل چې د پاکستان له لوري د بيا بريد نه کولو يا د تړون د نه سرغړونې کوم ضمانت شته، نو هغه وويل چې پاکستان خپله ژمنه د دوو نورو هېوادونو په حضور کې کړې ده، دفاع وزير زياته کړه چې که له پاکستانه کوم بريد وشي نو د برید په سخت ځواب ورکړل شي ځکه افغانستان د دفاع حق لري.
نوموړي وويل چې په دې وروستیو کې پاکستان د افغانستان د فضايي حدودو سرغړونه وکړه او اسلامي امارت د دې سرغړونې په وړاندې پرېکنده ځواب ورکړی دی، هغه روښانه کړه چې د تړون له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې چارې بېرته عادي حالت ته راشي.
مولوي يعقوب زياته کړه چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او غواړي له ټولو هېوادونو،وې ویل چې هیڅوک نه شوي کولې زموږ خارجه پالیسي سنسر کړي، وې ویل چې افغانستان د هند په شمول د پاکستان سره د ملي ګټو پر بنسټ مثبتې اړيکې غواړي او له هېچا سره دښمني نه غواړي، زیاته کړه افغانستان نه غواړي هند سره داسې اړیکې ولري چې د پاکستان په زیان وی او نه موږ داسې اړیکې پاکستان سره غواړو چې دا اړیکې د هند په زیان وي.
د يو بل پوښتنې په ځواب کې يې وويل چې هغه اصطلاحات لکه خوارج او ترهګر چې پاکستان ی کاروي، دا د هغوی خپل مسئله ده؛ افغانستان نه د چا ملاتړ کوي او نه به وکړي، زیاته ی کړه چې که پاکستان د کومې ډلې په ضد اپریشن کوي نو دا ددوی داخلي مسله ده خو که یو ملک برید وکړي نو بل هیواد به ی ملاتړ نه کوي.
د افغان کډوالو په اړه مولوي يعقوب وويل چې موږ د افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړې دي او ټينګار مو کړی چې له هغوی سره باید ښه انساني سلوک وشي او هغوي په زور راستانه نه کړې شي.
نورخبرونه
دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان