تازه خبرونه

  دوحه مذاکرات: پاکستان او افغانستان په اوربند راضي شوي

پرون د قطر په پلازمینه دوحه کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه مهم پرمختک وشو او دواړه هیوادونه به ډزبندۍ راضي شوي دي
د قطر حکومت په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا خبرې اترې او اوربند د راتلونکې لپاره مهم رول لوبولې شی او دا یو لوی پرمختګ دې

په دوحه قطر کې د پاکستان او افغانستان مذاکرت د ترکي په منځګړتوب او د قطر په کوربه توب ترسره شول

د اسلامي جمهوريه پاکستان او افغانستان ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې  په خبرو اترو کې دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ په سمدستي اوربند پریکړه شوې ده او دواړه هیوادونه په دې راضي شوي دي چې دوی جنګ نه کوي.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې دا خبرې اترې د قطر په  کوربتوب شوې، او د ترکيې جمهوريت په دې خبرو اترو کې  د منځګړي (ثالث) رول ولوباوه.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، د مذاکراتو پر مهال دواړو لورو نه يوازې سمدستي اوربند موافقه وکړه، بلکې د دوه‌ اړخيز سولې او ثبات د دوام لپاره یې پر يو دائم‌العمل ميکانيزم هم اتفاق وکړو.

په اعلاميه کې ويل شوي، دواړه هېوادونه به په راتلونکو ورځو کې د تعقيبي غونډې یعندي فالو اَپ مېټنګ راجوړ کړي ترڅو د اوربند د عملي کېدو او د هغې د دوام ډاډ ترلاسه شي.

دغه اقدامات به د پاکستان او افغانستان هیوادونو په خاورو کې د امنيت او ثبات د پياوړتيا سبب وګرځي،دا هم باید یادونه وشی چې د امن لپاره دا خبرې تر ۱۳ ساعتونو پورې جاري وې کومې چې د اکتوبر په ۱۸مه نیټه ترسره شوې.

د پاکستان او افغانستان د دوحه مذاکرات او د امن هوکړې په اړه د قطر  بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې دا مهم پرمختګ به د دواړو ورور هېوادونو ترمنځ د سرحدي کړکېچ د ختمېدو او د سيمې د دايمي سولې د ټينګښت لپاره بنسټ کېږدي.

 سرحدونه نن هم تړلي دي

د پاکستان او افغانستان طالبانو ترمنځ د وران کړکیچ اود افغان لوري برید په غبرګون کې پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه( د تورخم په شمول) د هرقسم تګ راتګ لپاره تړلي دي، تورخم پوله هم له ۱۲ اکتوبر راهسي نن په اتمه ورځ هم تړلې ده.

دواړه لوري په سلګونو ټرکونه چې د سوداګریزو توکو ډک دي بند پاتې دي، سوداګر وایی دوی ته هره ورځ په لکونو روپیو زیان رسیږي او غوښتنه کوي چې پوله دې د عام اولس تګ راتګ او سوداګريزو فعالیتونو په مخ پرانستل شي

نورخبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند وغځول شو

پاکستان د افغان طالبانو او هند حکومت ګډه اعلامیه رد کړې ده

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *