تازه خبرونه

د حقیقت تصحیح: د افغان کرکټ لوبغاړو وژنه یواځې د دروغو تبلیغات دي

وړمه ورځې داسې خبر خپور شوې چې ګواکي په خوست او پکتیا کې د بریدونو پر مهال افغان کرکټ لوبغاړي له منځه تلی، دا بې بنیاده او درواغجن تبلیغات دي
د افغان کرکټ بورډ لوري بیان ناسم دې او د دروغو پروپیګنډا ده

د پاکستان امنیتي سرچینو په وینا په پکتیا کې د بریدونو هدف یواځې د ترهګرو مرکزونه په نښه کول وو او په دې بریدونو کې افغان لوبغاړي نه دي وژل شوي

د افغانستان د کرکټ بورډ  له لوري په رسنیو کې خپور شوی بیان په بشپړ ډول ناسم، دروغجن او د پاکستان د بدنامولو لپاره د یوې منظمې پروپاګندیزې هڅې برخه ده

د پاکستان امنیتي چارواکو سرچینو ترمخه پاکستان هوایی ځواکونو په افغانستان کې  هیڅ ملکي وګړي یا د کرکټ لوبغاړي نه دي په نښه کړي. سرچینې تایدوني او زیاتوي چې وروستي دبریدونه یوازې د حافظ ګل بهادر ډلې د ترهګرو پټنځایونو پر ضد ترسره شوي، چې د افغانستان د پکتیکا ولایت د پولو په دننه کې موقعیت لري. دغه ترهګرو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پاکستان پر ضد څو بریدونه ترسره کړي وو او د نورو بریدونه  هڅه یې هم کوله چې پاکستان ې ترهګري خپره کړي او دا هیواد ناامنه کړي

له امنیتي سرچینو معلومه شوې دې چې د افغان لوري دا ادعاوې چې د کرکټ لوبغاړي یا ملکي وګړي د هدف ګرځول شوي دي، ددوی دا ادعاوې یواځې جعلي او تبلیغاتي دروغ دي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د  افغانستان د کرکټ بورډ دا بیان دروغو یوه ټولګه ده چې موخه یې د پکتیکا په سیمه کې د ترهګرو د شتون پټول او د افغانستان د حکومتي ملتیا د پټولو لپاره د خلکو پام بل لور ته اړول دي معلوماتو پر بنسټ شوي، او هدف یې یوازې د ترهګرو مرکزونه وو، په دې اپریشن کې په بریالیتوب سره د ترهګرو مرکزونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي

نورخبرونه

 د هند او افغان طالبانو د پاکستان پر ضد منفي او درواغو پروپیګنډه بربنډه شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *