تازه خبرونه

‏متقي د افغان اسلامي امارت وزیرانو سره مهمه غونډه کړې

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې
متقي د ملګرو ملتونو د سفري بندیز لرې کولو وروسته لومړې خل هند ته سفر وکړه

امیرخان متقي د هند سفر او د مسکو فارمټ غونډې په اړه او په راتلونکې غونډو لپاره اړوند افغان چاروکو سره سلامشوره وکړه

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت له رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو سره د مسکو فارمټ د اوومې ناستې او له هغې وروسته هند ته د ترسره‌شوي سفر په اړه ناسته کړې ده او د راتلونکو غونډو لپاره ی اړوند چارواکو سره په مهمو موضوع ګانو خبرې اترې او مشور ې وکړې

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ تېره غونډه بې‌سارې بللې او ویلي ی دي چې هلته د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د نه‌مداخلې، کنګل‌شویو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان حاکمیت ته د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود

نوموړي همداراز ویلي له هغې وروسته هند ته د سفر په ترڅ کې یې له هندي پانګوالو سره د افغانستان د پانګونې په فرصتونو او د شته ستونزو پر حل خبرې کړې دي

مولوي امیرخان متقي یو وار بیا ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک نظام لري او متوازن سیاست تعقیبوي، زیاته ی کړه چې افغانستان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

نورخبرونه

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

هند او افغان طالبانو تجارتي اړیکې: د کابل او امرتسر ترمنځ نیغ په نیغه الوتنې پیلیږي

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *