تازه خبرونه

عمران خان حکومت پاکستان ته مهم وړاندیز کړې دې

پخواني وزیراعظم عمران خان له اډیاله زندانه په خپل یو ځانګړې پیغام کې په پوځی چارواکو نیوکه کړې او ویلي ی دي که دې خوشي شي نو د پاکستان او افغانستان شخړه په کم وخت کې هوارولې شي
د پاکستان تحریک انصاف زنداني مشر له زندانه مهم پیغام خپور کړې دې.

دپی ټي آی زنداني مشر عمران خان ویلي دي چې سیاسي مشران په خبرو اترو سره شخړې هوارولې شي

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې ترینګلتیا د اندېښنې وړ بللې ده او په دې اړه ی  خپل یو مهم پیغام خپور کړې دې

نوموړي له اډیاله  زندانه پر خپلې اېکس پاڼې په خپاره کړي بیان کې د پاکستان د پوځي مشرانو په تګلارې نيوکه کړې او د پخواني پوځي مشر یحییٰ خان د دورې په یادولو سره ویلي، چې تاریخ ښيي پوځي دېکتاتوران هېڅکله د سولې په راوستلو نه دي توانېدلي، ځکه هغوی ته د پوځي حل پرته بله لار نه ښکاري.

عمران خان زیاته کړې: “سیاستوال د شخړو د حل لپاره د معامله‌پوهنې لارې غوره کوي، او که اوسني چارواکي دا کار نه شي کولای، نو ما دې په مشروط ډول خوشی کړي څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د تل‌پاتې سولې د راوستلو لپاره خپله هڅه وکړم

دلته باید یادونه وشی  چې تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د عمران خان دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د پاکستان او افغانستان ځواکونو لوري ترمنځ په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت ډیر خراب دې او داوړو خواوته په یوبل د بریدونو له امله ګڼ شمیر امنیتي سرتیري له منځه تلي دي

نورخبرونه

د پي ټي آیی بنسټ ګر عمران خان عدالت ته له مخامخ کیدلو انکار کړې

د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ  صوبه او وفاق جنګوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *