تازه خبرونه

افغان طالبانو هیواد ته  راستانه شوو کورنیو راپور خپور کړې

افغان طالبان په ورځني راپور کې وایی دوی افغان کورنیو لپاره یو شمیر اسانتیاوې برابرې کړي دي
پاکستان کې افغان کډوال غوښتنه کوي ،پاک افغان پوله دې خلاصه شی چې دوی په اسانتیا سره خپل هیواد ته لاړ شي

افغان طالبان وایی افغان کورنۍ چې واپس هیواد ته راستنیږي،دوی سره مالي مرستې هم کوي

د افغان طالبانو حکومت د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته د راستنیدونکو افغان کورنیو په اړه راپور خپور کړې.

راپور کوم چې د پرون د   چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د اسلام کلا له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵۲) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۴)کورنیو سره مجموعًا (۳۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۳)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۰۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

له نیمروز څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳)تنه و، هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۰۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۰۸)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۰)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

سپین بولدک له لارې (۶۷۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵۷۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۱۹۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۷۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۸۷۲۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲۱)کورنیو سره مجموعًا (۵۲۴۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۶۹۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۷۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۱۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۶)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۶۷۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

له کابل څخه (۱۸۳)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۵۵)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۸۸۳۹۸۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۷۶۶)کورنۍ او (۴۰۳۷)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۳۹۷)کورنۍ او (۲۷۳۴)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۶۸۸)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۷۰۳)عــــدده

نورخبرونه

د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور خپور کړې

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *