تازه خبرونه

د نادره معدنیاتو په اړه محدودیتونه له نړیوال قانون سره سم دي: چین

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا باید چین سره ستونزې د خبرو اترو له لارې په متقابل درناوي سره هوارې کړي
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ګواښ کړې وو چې له چین څخه په وارداتي توګو ټیکس لوړوي

د چین بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې دوی په نادره معدنیاتو لګول شوي محدودیتونه له نړیوال قانون او اصولو سره سم دي

د چین د بهرنیو چارو وزارت لوري ددې هیواد په نادره معدنیاتو د لګول شوو محدودیتونو په اړه یو مهم بیان خپور کړې دې او ویلي ی دي چې د چین لوری لګول شوي محدودیتونه له نړیوال قانون او سوداګریز اصولو سره سم دي

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، چې چین د نادره معدنیاتو او اړوندو توکو پر صادراتو قانوني کنټرولونه لګولي دي، کوم چې د نړیوالو اصولو او عمل سره سمون لري

ویاند دا څرګندونې د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې. ګریر ویلي و، چې د چینایي توکو پر وارداتو د ۱۰۰ سلنه اضافي ټېکسونو پلي کېدل به د نومبر له لومړۍ نېټې یا تر هغې وړاندې د چین د اقداماتو پورې اړه ولري. هغه دا هم ویلي و، چې د چین چارواکو د نادره معدنیاتو د صادراتو د بندیز په اړه متضادې څرګندونې کړې دي

لین جیان وویل، د چین اړوندو ادارو د صادراتي کنټرولونو په اړه د چین دریځ روښانه کړی دی. د ده په وینا، دا ګامونه د نړیوالې سولې، سیمه ییز ثبات او د وسلو د نه خپرېدو د نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره اخیستل شوي دي

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د چین دریځ تل یو شان او روښان وی خو متحده ایالات د خبرو غوښتنه هم کوي او ددې پر مهال د لوړو ټیکسونو او ورسره نوي بندیزونو لګولو ګواښونو هم کوي، چین دا لار سمه نه ده بللې

چین له امریکا غوښتنه کړې  چې باید امریکا چین ستونزې  د برابرۍ، درناوي او متقابلې ګټې پر بنسټ د خبرو او مشورې له لارې حل کړي

نورخبرونه

افغانستان له پاکستان روس چین او ایران څخه ځانګړې مننه کړې

د پاکستان قیمتي ډبرې او د سازشي خلکو د درواغو بیانیه او پروپیګنډه

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *