تازه خبرونه

هند او افغان طالبانو تجارتي اړیکې: د کابل او امرتسر ترمنځ نیغ په نیغه الوتنې پیلیږي

د هند یو مشهور سیکهه سوداګر او په پارلمان کې د هند پنجاب استازې ویکرم جیت سینګهه او متقي ترمنځ مهمه لیدنه شوې ده
هند ته د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي، سفارتي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ ګنړل کیږي

د هند په پارلمان کې د پنجاب استازې ویکرم افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د کابل او نوي دیلي د سوداګرۍ اړیکو د پیاوړې کولو په اړه مهمې خبرې او ژمنې کړي دي

د افغان طالبانو عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ کې د افغان پلاوي هند ته د سفر په مهال مهم پرمختګونه لیدل شوي دي.

د هند مشهور سوداګر او په پارلمان کې د پنجاب استازي، وېکرم جیت سېنګ چې له متقي سره یوځای یې خبریالانو سره خبرې کولې رسنیو ته اوویل چې  له افغانستان څخه به هند ته د وچې مېوې، تازه مېوې او نورو تجارتي  توکو د لېږد او له هند څخه به  افغانستان ته د درملو استولو  لپاره به له امرتسره کابل ته مستقیمې الوتنې پیل شي .

هغه زیاته کړه  چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د ځمکې له لارې پر اتاري او واګه بندرونو د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ ستونزمن وي زیاته ی کړه چې  وخت ناوخته د پاکستان له لوري ستونزې رامنځته کیږي نو ځکه د هوا له لارې د دغو توکو د لېږد پرېکړه شوې ده

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورای څخه په سفر د بندیز لرې کولو وروسته امیرخان متقي خپل لومړې سفر هند ته وکړو ،په هند کې ی هندي لوړپوړه هندي چاوراکو سره مهمې لیدنې وکړي، په سیاسي، تجارتي اړیکو پیاوړي کولو په اړه ژمنې وشوې.

نورخبرونه

هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

Related Articles

د بوسټن قضیه دا اندېښنې راپورته کوي چې جعلي جرمونو کیسې کیدای شي د پناه غوښتنې دعوو پیاوړتیا لپاره وکارول شي او د لویدیځو قانوني سیستمونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي

March 16, 2026

په نشنل پرس کلب ټاکنو کې مهم ضد حکومت نوماندان بریالي نه شول، پداسې حال کې چې د پینل او ائتلافي نوماندانو اکثریت څوکۍ او مشرتابه څوکۍ وګټلې

March 16, 2026

په خاران کې د بي ايل اي) وسله‌والو د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز پر سړک د معدني توکو بار وړونکي لارۍ ونیولې او وسوځولې. موټر چلوونکي ته ګواښونه وشول او د سوداګرۍ جریان ګډوډ شو

March 16, 2026

د سي ډي اې د اصلاحاتو په اړه روان بحث دا اړتیا په ګوته کوي چې د حساب ورکونې هڅې باید د حقایقو، رسمي اسنادو او روڼو او شفافو کړنلارو له لارې وارزول شي

March 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *