پیښور: د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي د ګل په ورځ خبردارۍ ورکړې دې چې که زمونږ د سلا مشورې پرته د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ګر او چیرمین زندان بدل شی نو ټول هیواد به جام کړم
د نوي ټاکل شوي وزیراعلی خیبر پښتونخوا دا وینا د هغه د وزیراعلی په څوکۍ د ټاکلو وروسته لومړې وینا ده چې ښایی د پاکستان تحریک انصاف دا نوې وزیراعلی د پاکستان ضد ادارو په ضد خپل دوه مخي سیاست او دریځونو ته دوام ورکوي کوم چې د پاکستان او ددې هیواد د اولس په زیان تمامیږي.
سهیل افریدی، چې د ۹۰ رایو په ترلاسه کولو سره د صوبې ۳۰م وزیراعلیٰ وټاکل شو، د خپل لومړي وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف د بنسټاېښودونکي دریځ ی تکرار وکړ. نوموړي د پوځې عملیاتو، د افغان کډوالو پالیسۍ، او د وفاقي حکومت لخوا د اپوزیشن ګوندونو سره د چلند په اړه د عمران خان دریځ خپل کړ.
نوي ټاکل شوي وزیراعلی افریدي د پي ټي آیی او ټي ایل پی په احتجاجونو کې ورته والې راوست او ویې ویل چې لکه څرنګه چې د د نومبر پر ۲۶مه نیټه زموږ بې وسلې کارکووني په نیغو ډزو سره شهیدان شوی هم دا ډلو د تحریک لبیک پاکستان کارکوونکي هم شهیدان کړې شول.
نوي ټاکل شوي وزیراعلی دا حکومت وحشي او درنده وباله او وې ویل چې دا د وینې تږي درندګان دي او دوی ترهغه په آرام نه کیښني ترڅو د خلکو وینې وڅښي.
د وزیراعلی دغه څرګندونې د هغه تاوتریخوالي وروسته شوي چې د یکشنبې په شپه په مریدکي کې د ټي ایل پي پلویانو او پولیسو ترمنځ وشو، د یادې ډلې د احتجاج د غزه د سولې د غوښتلو لپاره د احتجاجونو یوه برخه وه او مظاهره کوونکي د اسلام آباد په لور روان وو خو د پولیسو سره تاوتریخوالۍ رامنځته شو او څلور تنه هم له منځه لاړل، په دې کسانو کې یو ایس ایچ او شهزاد نوار هم شامل دي او ورسره نور ۵۶ کسان ټپیان هم شول.
سهیل افریدي د حکومت په سخت دریځ نیوکه وکړه او وې ویل چې ددې حکومت دا سختي او کریک ډاون هم هغه د نومبر په ۲۶مه نیټه د پاکستان تحریک انصاف سره هم وشو او دا ظلم ی ددې ګوند کارکوونکو سره هم تکرار کړو.
خو سیاسي مبصرین وايي، د افریدی خبرې خپله یو تضاد ښکاره کوي ځکه د یاد ګوند په ضد په هغه وخت کې وزیراعظم عمران خان په خپله هم د زور کارولو اجازه ورکړې وه او پولیسو ته ی د اتلولۍ مبارکي ورکړې وه.
دلته باید یادونه وشی چې د کال ۲۰۲ د اپریل میاشتې د ټي ایل پي احتجاجونو وروسته له هغه پیل شول چې د ډلې مشر سعد حسین رضوي ونیول شو، مظاهرې تاوتریخوالي او تشدد کې بدلې شوې ، څو پولیس هم په دې مظاهرو کې ووژل شو او ملکي شتمنیو ته سخت زیان هم ورسیدو، رضوي د ترهګري د قانون انټي ټیررازم ایکټ ۱۹۹۷ له لاندې ونیول شواو تر شپږو میاشتو پورې د کوټ لکپهت په زندان کې قیدي وو.
د خیبر پښتونخوا دې نوي ټاکل شوي وزیراعلی د پاکستان په سیاست کې دا خبره څرګندوي چې ددې هیواد سیاست څومره دوه مخې دې، کله چې د یو ګونډ واک په لاس کې وي نوی دوی بیا د قانون د منلو خبرې کوي خو چې کله ی واک په لاس کې نه وي نو دوی بیا ددې قانون او ریاست په ضد خبرې کوي، کله ی چې واک په لاس کې وی نو ددې قانون ملاتړ کوي او چې واک ی په لاس کې نه وي نو د ریاست په قانون باندی نیوکې کوي.
دلته ددې هیواد سیاسي وضعیت دا اړتیا ښایی چې د ملکي قانون پلي کول باید د ټولو عام او خاص خلکو لپاره یو ډول وي او باید دې کې دا توپیر و نه شي چې دا یو عام ملکي وګړې دې او که یو خاص ملکي وګړي دې، باید دا قانون په ټولو ملکي وګړو باندې یو ډول عملي کړې شي.
دلته دا یادونه هم باید وشي چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ګراو پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل دا هم ویلي وو چې هیڅ یو تن هم د ملکي اساسي قانون څخه لوړ نه دې.
نورخبرونه
لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان
د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان دریځ صوبه او وفاق جنګوي