تازه خبرونه

د طالبانو ۲۰۰ سرتیري او خوارج  مو له منځه وړي: آیی ایس پی آر

د پاکستان پوخ ویاند په تازه بیان کې ویلي دي چې په پاک افغان سرحدي پوله ی د هند ملاتړ لرونکو خوارجو په ضد کامیاب اپریشن کړې دې او د هند ملاتړ لرونکي وسله ی وال له منځه وړي دي
د پاکستان ریاست دریځ دې چې یو اړخ ته افغان طالبان د امن خبرې کوي او بل اړخ ته د هند په اشارو روان دې او په پاکستان ی برید وکړو

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي آر په بیان کې ویلي دي چې بیګا د ۱۱ او ۱۲م اکتوبر د شپې ناوخته ی د افغان طالبانو او خوارجو برید ناکامه کړې دې او دوی ته سخت ځواب ورکړې دې

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې ادارې آیی ایس پي آر  اعلان کړی چې بیګا د  11/ 12 اکتوبر په شپه د پاک-افغان په سرحدي سیمو کې د افغان طالبانو او د هندي مرستو له ملاتړه برخمنې ډلې فتنۃ الخوارج لخوا په پاکستاني سیمو او پوستو بې  اشتعاله بریدونه وشو۔ د پوځ په وینا دغه بریدونه د سرحدي سیمو د بې‌ثباتۍ او د ترهګرۍ لپاره د یو موافق چاپېریال رامنځته کولو په موخه شوې او ددې بریدونو بنیادي موخه وه چې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترهګر په سرحدي سیمو کې ځای په ځای کړې او په پاکستان کې ناامني او بې ثباتي خپره کړي.  

آئی ایس پي آر زیاته کړې چې زموږ ځواکونو د دفاع حق په کارولو سره د سرحد په ټولو سیمو کې دیر فعال عملیات پیل کړل او دغه بریدونه او د هند ملاتړ لرونکي افغان طالبانو ځواکونو ی په شاه کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان ځواکونو لوري دا بریدونه په دقیق هدف موندنه د هوایی او ځمکني مهارتونو په وسیله ترسره شو چې پکې د هغه طالبانو کیمپونه ،پوستې او روزنیز کیمپونه په نښه شول چې د فتنه الخوارج ،فتنه الهند او داعش ډلو سره ی تړاونه لرل .

پوځ زیاته کړې چې د ځاني او مالي زیان د کمولو او د ملکي وګړو حفاظت تر ټولو  لوړ لومړیتوب په نظر کې نیولو سره ټول لازم احتیاطي تدابیر نیول شوي وو .

 د پوستو ویجاړول، قبضه کول او د ترهګري شبکو شنډول
پاک پوځ ادعا کوي چې په سرحدي برخو کې د طالبانو ګڼ شمېر مرکزونه ی تباه او له منځه وړل شوي دي۔ په اعلامیه کې ویل شوي چې د پولې تر شا په 21 پوستو موقتي قبضې  شوې او ګڼ شمېر روزنیز کیمپونه ی نړولي، پوځ ویاند زیاته کړې ددې کیمپونو هدف د پاکستان پر ضد بریدونه پلانول او همغږي کول وو۔ پوځ وايي چې د طالبانو پورې اړوند پوستې، کیمپونه، مرکزي دفترونه او ملاتړ شبکه ی  په بشپړ ډول شنډه کړي دي او له منځه ی وړي دي.

د مالي او ځاني زیانونه دعوې

په اعلامیه کې ویل شوي چې د شپې په نښتو کې ۲۳ پاکستاني زړه ور سرتیري شهیدان شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي، د معتبرو استخباراتي معلوماتو ترمخه دا دعوی هم شوې چې له ۲۰۰ زیات طالبان وسله وال او ورسره د ترهګرو ډلو ټي ټي پي او بي ایل اې جنګیالي ی له منځه وړي دي،  دا  هم ویلي دي چې د ټپیانو شمیر له دې زیات دې.

آئی ایس پي آر په خپل بیان کې د ملي سرحدونو، د ولس د مال او ژوند د دفاع او د هیواد د سالمیت د ژغورنې هوډ بیا تکرار کړې دې او ویلي ی دي چې د ولسي غوښتنې په رڼا کې پاکستان خبرو اترو او رغنده ډیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو دا چې افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي دا هڅه د منلو وړ نه ده۔

د پاکستان پوځ ویاند روښانه کړې  چې که د دې خطرناکو سرحدي پېښو کې ښکېل عناصر او د هغوی ملاتړ کوونکې ډلې د سمدستي او د باور وړ اقداماتو له لارې ختم نه کړل شوې نو  پاکستان به د خپل ولس د دفاع لپاره په دوامداره توګه د ترهګرو هدفونه غیر فعاله کوي او دوی به له منځه وړي ترڅو د پاکستان اولس ژوند خوندي کړي. اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه جارحیت د افغان خارجه وزیر د هندوستان د سفر په مهال ترسره شوی، چې پاکستان پرې ژوره اندېښنه څرګنده کړې۔ په همدې مناسبت کابل څخه وغوښتل شو چې د خپلې خاورې څخه د فتنۃ الخوارج، فتنۃ الہند او داعش/ آی ایس کې پی په څېر ډلو د فعالیتونو د درولو لپاره سمدستي او د اعتبار وړ ګامونه واخلي، او که داسې ونشي پاکستان به په خپله دفاع کې ددې ډلو په ضد اقدام ته دوام ورکړي.

پاکستان خپل دریځ تکرار کړی او ویلي ی دي   چې طالب واکمنۍ ځینو سختدریځو ډلو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي او که هغوی له هند سره په ګډه د سیمې بې‌ثباتولو لړۍ ته دوام ورکړي، نو پاکستان او د هغه ولس به د دې ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شی.

د سیمه ایز ثبات او امن لپاره وړاندیز
پوځ په سیمه‌ییز امن او ثبات کې د خپلې ونډې د ملاتړ په خاطر د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې سمدستي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي، چې پکې د افغان خاوري څخه د ترهګرۍ شبکو ختمول، د سرحدي کنټرول پیاوړتیا او د ګډ امنیتي میکانیزم د جوړولو په اړه خبرې شاملې دي۔ اعلامیه ټینګار کوي چې پاکستان سوله غواړي، خو د خپل ملي حاکمیت او سرحدي سلامتیا د دفاع څخه به نه شاته کیږي پاک پوځ د ملت په نوم پیغام کې خپله ژمنه تکرار کړه چې د هیواد له پولو، د اتباعو له خوندیتوب او د دولتي خپلواکۍ له دفاع څخه به تل دفاعي ګامونه پورته کوي۔ په بیان کې زیاته شوې ده چې د بریدونو مسوول کسان به په ډاګه کیږي او تر هغه چې ترهګري ی په بشپړه توګه ختمه کړې نه وي نو  دا عملیات به دوام وکړي.

نورخبرونه

هند غواړي د افغان طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد وکاروي

هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر

هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر

Related Articles

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 28, 2026

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *