تازه خبرونه

جنوبي وزیرستان کې ترهګرو ځایی خبریال په نښه کړې

د نامعلومه ترهګرو لوري په خبریال آتش محسود ډزې وشوې او هغه ی سخت ټپي کړې، بل ملګرې ی په ځای شهید شوې
په قبایلي سیمو کې صحافت کول ډیر سخت کار دې او خبریالان د آزاد صحافت وروسته په نښه کیږي او وژل کیږي

د قبایلي سیمو خبریالانو د ترهګرۍ دا پیښه په سختو ټکو کې غندلې او ددې پیښې د پلټنو غوښتنه ی کړې ده

جنوبی وزیرستان : په بره جنوبي وزیرستان د تیارزه تحصیل  خېسوره په سیمه کې د نامعلومو کسانو ډزو له امله سیمه‌ییز خبریال او ټولنیز فعال آتش محسود سخت ټپي شو، خو د هغه ملګری عید نواز په پېښه کې ځای پر ځای وژل شوی دی۔وژل شوی ځوان عید نواز د خېسوره اوسېدونکی و او د محسود جوانان اتحاد مشر و۔ د لومړنۍ قانوني کارروايۍ وروسته د هغه مړی کورنۍ ته وسپارل شو۔

ټپي آتش محسود سمدستي د وانا ضلعي  روغتون ته ولېږدول شو، د سرچینو ترمخه هلته یې درملنه روانه ده۔ د روغتون چارواکو په وینا، د آتش محسود حالت له خطره بهر دی او هغه ته ټولې ممکنې طبي آسانتیاوې ورکول کېږي۔  

د جنوبی وزیرستان اپر ډي پي او ارشد خان ویلي، آتش محسود خپله موټر چلولو چې د سرک په غاړه ورته ناست بریدګرو پرې ناڅاپه ډزې وکړې، له امله یې آتش ټپي او د هغه ملګری عید نواز ځای پر ځای مړ شو۔

پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي او تمه ده چې په سیمه کې د لټون عملیات پیل شي.

د روغتون مشر ډاکټر جان ویلي، د آتش محسود پوره پاملرنه  او درملنه کېږي او د هغه په درملنه کې به هېڅ ډول غفلت ونه کړې شي.

بل لور ته، د ښکته جنوبی وزیرستان  نه  وتلي خبریال نور علي وزیر  ټپي خبریال د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی، له ډاکټرانو سره یې لیدلي او د آتش محسود د غوره طبي پاملرنې غوښتنه یې کړې۔ د روغتون ادارې ډاډ ورکړی چې ټپي خبریال به ځانګړې پاملرنه کیږي او هغه ته به هره ممکنه درملنه ورکړل شي.

نورخبرونه

دصحافت په مېدان کې یو پیاوړی غږ غلې کړې شو: وینا وال

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *