په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د اوسني حکومت د پیاوړي او با عزمه بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «مسکو فارمټ» اوومې غونډې ته رسم بلنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د هغه د سفر موقتي معافیت، د افغانستان د حکومت د مخالفینو او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اندېښنې او سختو غبرګونونو څپې را پورته کړې دي.
دا بدلونونه د هغو کسانو لپاره چې کلونه یې افغانستان په انزوا او تړلتیا کې ساتلی و، د ویښتابه زنګ دی. هماغه کسانو چې یو وخت یې د پردیو تر سیوري لاندې ځانونه د افغانستان د خلکو استازي» بلل، نن د اوسني حکومت له ډیپلوماټیکو پرمختګونو څخه په وېره کې دي؛ ځکه چې دا لاسته راوړنې نه یوازې د هغوی مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې دا یې هم ښودلې چې د سیاسي مزدورۍ او ملي ګټو پر سر د معاملې دوره پای ته رسېدلې ده.
په داسې وخت کې چې افغانستان کې سیاسي او ډیپلوماتیک پرمختګ مخ په وړاندې دوام لري ،د کابل پخوانۍ ادارې پخواني غږونه یو ځل بیا د دوی له سیاسي قبرونو څخه را وتلي دي. خالد زکریا، په روم کې د پرځېدلي جمهوریت سفیر، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته یې د سفر موقتي معافیت ورکړی، په غوصه او اندېښنې سره غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه ستراتیژیکه تېروتنه ده. خو هغه او د هغه په څېر نورو دا هېر کړي چې د افغانستان ملت نور په معامله ګرو او غرب پالو څېرو زړه نه تړي. هغه کسان چې د څوکۍ او شخصي ګټو په لټه کې وو، نن حتی د خپلو پخوانیو ملاتړ کوونکو په منځ کې هم ځای نه لري.
پاکستان هم چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بندیزونو کمیټې مشري کوي او په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت مخالفینو ته ځای ورکوي، د کابل له سیاسي خپلواکۍ څخه اندېښمن ښکاري خو د پاکستان حکومت غوښتنه ده چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت باید افغان خاوره ترهګرو ته ور نه کړي او افغان حکومت د ترهګرو په ضد اقدام وکړي چې سیمه کې امن او ثبات راشي، پاکستان دریځ لري چې ناقانونه ګرځول شوې ډله ټي ټي پي افغانستان کې پلانونه جوړوي او بیا پاکستان کې بریدونه کوي چې په ګڼ شمیر کې د امنیتي سرتیرو او عام اولس د وژنې لامل جوړیږي. اسلام آباد هڅه کوي چې د نړۍوالو ټولنو له لارې د اسلامي امارت په حکومت یو رقم فشار راوړی او یو بل رقم انځور ی جوړ کړي، خو حقیقت دا دی چې نننی افغانستان نور هغه پخوانی وابسته او بې وسه هېواد نه دی. د افغانستان د حکومت بهرنۍ پالیسي د اقتدار، عزت او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه ده.
د مسکو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له ګډون وروسته نوي ډهلي ته د هغه سفر، د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د بدلون روښانه نښه ده. هند د هغه په رسمي بلنه سره، په روښانه ډول ومنله چې له اوسنیو واکمنانو سره له خبرو او تعامل پرته به هیڅ سیمهایز پلان بریالی نه شي. دا پېښه د هغو مخالفینو لپاره چې ځانونه «د افغانستان د خلکو استازي» بولي، یو سخت ګوزار و؛ ځکه چې دا یې وښوده چې نړۍ د افغانستان له نوي حقیقت سره په تعامل کې دی، نه د پرونیو ماتو شويو سیاستوالو سره.
مخالفین په غربي رسنیو کې چیغې وهي چې دا سفرونه «د مشروعیت لپاره نمایشي» دي، خو په حقیقت کې د دوی وېره د خپل حیثیت د بشپړ له منځه تلو او په تاریخ کې د خپل نوم له هیرېدو څخه ده. د متقي هر بریالی سفر، د مخالفینو پر بې اعتبارۍ او بې اغېزمنتوب یو نوی سند دی.
د اوسني حکومت پالیسي د پخوانیو نظامونو برعکس، د تړاو پر بنسټ نه، بلکې د خپلواکۍ او ملي عزت پر محور ولاړه ده. امارت نه پر ختیځ متکي دی او نه پر لویدیځ، بلکې د «برابر تعامل» په اصل باور لري. کله چې د چین، هند، روسیې او ایران په څېر هېوادونو له کابل سره عملي تعامل ته مخه کړې ده، معنی یې دا ده چې نړۍ د افغانستان نوی حقیقت منلی دی، که څه هم یو شمېر لا هم د پرون په خوبونو کې ډوب دي.
هغه څه چې دښمنان تر ټولو ډېر سوځوي، همدا دی؛ نړۍ له اوسنیو افغان واکمنانو سره په خبرو کې ده، نه له افغانستان د مخالیفونو سره . د افغانستان د لا ډیرو بندیزونو لپاره د دوی هڅې په حقیقت کې د هغه ملت څخه غچ اخیستل دي چې نور پرې باور نه لري. هغه کسان چې یو وخت یې د «ډیموکراسۍ» په شعار سره د خپلو ډکو جیبونو په لټه کې وو، نن د غصې او حسرت تر سیوري لاندې، د ملي اقتدار د بیرته راستنېدو شاهدان دي.
هو، د امیر خان متقي سفرونه له مسکو څخه تر نوي ډهلي پورې، د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د نوي فصل نښه ده؛ یو داسې فصل چې د عقلانیت، عزت او خپلواکۍ پر بنسټ جوړ شوی دی. مخالفین، که په پاکستان کې وي او که په غربي پلازمینو کې، کولی شي چیغې ووهي او تورونه پورې کړي، خو د تاریخ لاره روښانه ده؛ د افغانستان اوسنی حکومت په پیاوړو ګامونو سره په سیمه او نړۍ کې د هېواد رښتینی حیثیت بیرته راوړي او افغانستان سره خیانت کوونکي به د افغانستان دې پرمختګ ته ګوته په خله او یواځې پاتې شي
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی