تازه خبرونه

کابل کې د ټي ټي پي په مشرانو برید: کابل په پاکستان تورونه لګولي

پرون د شپې په پلازمینه کابل کې ، د ځایی سرچینو په وینا جنګي الوتکو بریدونه کړي ، دا برید د کابل په شهرنو سیمه کې ترسره شوې دې

1 min read

افغان وزیردفاع ویلي که پاکستان د دوحه معاهدې سړغړونه کوي نو افغانستان به غاښ ماتې ځواب ورکړي

افغان وزیردفاع مولا محمد یعقوب ویلي دي چې پاکستان که کومې ډلې په ضد اپریشن کوي نو دا ددوی داخلي ستونزه ده

October 10, 2025

د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت پر اسلام‌اباد تور لګولی چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی. د وزارت په وینا، د پاک–افغان پولې ته نږدې د پکتیکا ولایت په یوه سیمه کې د هېواد په یو  بازار  بمباري شوې، او د کابل د سیمې د سرحدي حدودو سرغړونه هم شوې ده ، د افغانستان یاد وزارت ددې بریدونه غندنه هم کړې ده.  

د دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې موږ د افغانستان د هوايي حریم نقض په کلکو ټکو ردوو او دا روښانه کوو چې د خپل هوايي قلمرو دفاع زموږ اساسي او قانوني حق دی ، اعلامیه کې زیاته شوې چې که د دغو عملیاتو وروسته سیمه‌یزه شخړه نوره هم زیاته شي  نو د هغې بشپړه پړه به د پاکستان پر پوځ ور واچول شيد دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي

 موږ د افغانستان د هوايي حریم نقض په کلکو ټکو ردوو او دا روښانه کوو چې د خپل هوايي قلمرو دفاع زموږ اساسي او قانوني حق دی ، اعلامیه کې زیاته شوې چې که د دغو عملیاتو وروسته سیمه‌یزه شخړه نوره هم زیاته شي  نو د هغې بشپړه پړه به د پاکستان پر پوځ ور واچول شي

وزارت له نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو هېوادونو او اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دغه پېښه وڅاري او روڼ تحقیقات ترسره کړي، څو د مسؤلو څخه  قانوني پوښتنه وشي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان پر خاوره هر ډول نظامي اقدام، په ځانګړي ډول هغه چې د ملکي وګړو پر ضد وي، د نړیوال قانون او سیمه‌ییز ثبات خلاف عمل دی

د لومړنیو رسنیزو راپورونو له مخې، لا تر اوسه دا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې د پکتیکا په بازار کې شوې بمبارۍ کې انساني یا مالي زیان رامنځته شوی که نه. د طالبانو د حکومت ویاند او ځايي چارواکو ویلي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي او ژر به جزئیات له خلکو سره شریک شي

بل‌خوا، د پاکستان رسمي سرچینو له‌خوا د دې ادعا په اړه سمدستي کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی. په تېرو وختونو کې هم اسلام‌اباد د کابل له لوري د ورته تورونو په اړه یا چوپتیا غوره کړې او یا یې له تردید څخه ډډه کړې ده

نړیوالو سرچینو او ځینو غیر دولتي راپورونو مخکې هم له ورته دعوو د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه

یاده دې وي چې پرون د افغانستان په پلازمېنه کابل، پکتیکا، خوست او جلال‌اباد ښارونو کې نامعلومو ډرونونو او الوتکو بمبارۍ وکړې او د تحریک طالبان پاکستان   ځینې پټن‌ځایونه یې په نښه کړل.سرچینې او رارسیدلي راپورونه وایی چې په دې بریدونو کې د ناقانونه ګرځول شوې دلې تحریک طالبان پاکستان یو مشر مفتي نور ولي محسود موټر هم په نښه شوې او له منځه تللې خو بیا د هغه مړینه په رسمي توګه نه ده تاید شوې .  

د اسلامي امارت د دفاع وزارت دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو هڅو لړۍ چټکه شوې ده او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا مهال هند او نورو هېوادونو په رسمي سفرونو بوخت دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړې دې چې د پاکستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي خو بیا نن په پیښور کې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې دوی سره داسې شواهد شته چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي.

نورخبرونه

پاکستان کابل ته سخت پیغام ورکړې دې

عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *