تازه خبرونه

 خیبرپښتونخوا کې د وزیراعلی لرې کولو وروسته سیاسي هلو ځلو زور اخستې

خیبر پښتونخوا کې اپوزیشن مشرانو هم د سیاسي جوړجاړي لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او نن تمه ده چې د پاکستان تحریک انصاف ښځینه مشره او د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا عطاالرحمان مهمه لیدنه کیږي
شنوونکي وایی چې په خیبر پښتونخوا کې د داسې شکمن او لانجمن شخصیتونو جوړجاړې ددې صوبې امنیت د لا نورو ګواښونو سره مخ کولې شي

په دې وروستیو کې د مولانا عطاالرحمان لوري د کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان په اړه د نرمو ټکو بیان ،په خیبر پښتونخوا او ټول هیواد کې په دې سیاسي شخصیت د سختو نیوکو لامل جوړ شوې وو

پېښور : د خیبرپښتونخوا وزیراعلي  علي امین ګنډاپور  له استعفا وروسته، د نوي حکومت د جوړېدو لپاره سیاسي هڅې او د سیاسي جوړ جاړي لپاره د سیاسي ګوندونو مشرانو هلې ځلې چټکې شوي دي.  د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم   عمران خان  د وزیراعلي څوکۍ لپاره د خپل ګوند ځوان سیاستوال   سهیل آفريدي نوم وړاندې کړی دی، خو اپوزېشن ګوندونه هم د خپل ممکنه ګډ حکومت جوړولو لپاره فعال شوي دي.

 سرچینې وايي چې د همدې موضوع په تړاو نن د تحریک انصاف مشره  شاندانه ګلزار او د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ مشر  مولانا عطاالرحمان  ترمنځ د یوې مهمې لیدنې تمه کیږي، د سیاسي حلقو په وینا، دا لیدنه به د راتلونکي حکومت د جوړښت، ممکنه سیاسي ائتلاف او ګډو تګلارو پر موضوع ځانګړې پام ولري. .

 مولانا عطاالرحمان :  یوه لانجمنه سیاسي څېره

مولانا عطاالرحمان دا مهال د سینیټ غړی  دی خو په دې وروستیو کې د هغه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په اړه بیان دا یاد سیاستمدار له سختو نیوکې سره مخ کړې وو، سیاسي شنونکي وایی د طالبانو او جمعیت علمای اسلام ف ګوند یو بل سره اړیکې د چا نه پټې نه دي او پي ټي آیی مشرې شاندانه او د مولانا عطاالرحمان ترمنځ دې لیدنې دا اړیکې نورې هم شکمنې کړي دي.

د عمران خان له لوري د سهیل آفريدي نوماند کول هم ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي، ځکه هغه په تېر وخت کې د  تحریک طالبان پاکستان** سره نږدې ګڼل شوی و.

شنونکي وايي چې د پی ټي آی او جے یو آی (ف) ترمنځ ممکنه اړیکې او تماسونه د **امنیتي ادارو لپاره د اندېښنې وړ  دي، ځکه دواړه ګوندونه له پخوا د سختدریځو ډلو د نرم چلند له تورونو سره تړل کېږي.

 د شاندانه ګلزار پر ضد تورونه او سیاسي شخړې

پر شاندانه ګلزار هم د  نهمې مې پېښو  او د  ریاست ضد دریځ لرلو تورونه شته، چې د دې لیدنه یې لا نوره هم لانجمنه کړې ده. سیاسي مبصرین وايي که چیرې د سختدریځو نظریاتو لرونکي کسان د واک برخه وګرځي، نو د خیبرپښتونخوا د امنیت وضعیت به لا پسې خراب شي او دا به د ټولې سیمې د ثبات لپاره یو خطرناک پرمختګ وي .

نورخبرونه

 لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *