تازه خبرونه

پښتونخوا ریډیو وانا ایف ایم ۹۲  خپرونې بیا پیل شوې

یو نیم کال وړاندې تخنیکي ستونزې له امله پښتونخوا وانا ریډیو خپرونې اغیزمنې شوې او بندې شوې وې
د جنوبي وزیرستان اولس او د بیله بیلو سازمانونو د ایف ایم ۹۲ بیا پیل کیدلو هرګلۍ کړې دې.

په جنوبي وزیرستان کې ځایی اولس له خیبر پښتونخوا اړوند چارواکو او ادارې څخه ځانګړې مننه کړې چې د وانا ريډیو خپرونې ی بیا پیل کړې

وانا: د خیبر پښتونخوا په ضم قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د پښتونخوا ریډیو وانا خپرونې له یو نيم کال وروسته بیا پیل شوې دی، ځایی اولس او ټولنیزو سازمانو استاز د حکومت دا اقدام ستایلې دې.  

په جنوبي وزیرستان کې د پښتونخوا وانا ایف ۹۲ ریډیو خپرونې نودې یونیم کال وروسته پیا پیل شوي دي، دا خپرونې له کومې تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوې وې، په دې پرمختګ د وزیرستان اوسیدونکې او ددې ریډیو اوریدونکو ډیره خوښي څرګنده کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو د وزارت د سیکرټري ډاکټر بختیار احمد  د ځانګړې پاملرنې او نه ستړې کېدونکې هڅو په پایله کې د ریډیو تخنیکي ستونزې حل شوې او اوس د پښتونخوا ریډیو وانا غږ  د وزیرستان د غرونو، درو او ځنګلونو په فضا کې بیا خپرېږي . په داسې وخت کې چې په قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونه زور اخستې او په ځایی اولس کې سختې اندیښنې خپرې شوي، د وانا ایف ایم ۹۲ ریډیو خپرونې بیا پیل کیدل ددې سیمې او ددې سیمې اولس لپاره یو ښه پرمختګ دې ، ځایی اولس ددې پریکړې او د ایف ایم ۹۲ ریډیو بیا پیل کیدلو هرکلۍ کړې دې.

Related Articles

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر وویل چې د عملیاتو “غضب‌الحق” په ترڅ کې طالبانو ته درنې تلفات اوښتي دي

February 28, 2026

اسرائیل د ایران پر ضد مخنیوییز برید پیل کړ او د ټول هېواد په کچه بیړنی حالت اعلان شو

February 28, 2026

امریکا او اسراییل په زیاتېدونکو تنشونو کې د ایران د ولسمشر مقام او مهمو سیمو پر ضد ګډ بریدونه وکړل

February 28, 2026

د پاکستان هوایي ځواک په کندهار کې دقیق برید ترسره کړ؛ وسله‌وال په نښه شول، سرحدي امنیت او د ملکي وګړو خونديتوب یقیني شو

February 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *