تازه خبرونه

  راستانه شوي افغان وګړو سره نغدې مرستې کوو: افغان حکومت

افغان حکومت په یو خپور راپور کې ویلي دي چې افغانستان ته واپس راتلونکو افغان وګړو سره مالي مرستي کوو او ددوی ویړیا درملنه هم کوو

1 min read

هغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې له خپلو کورونو راوتلي او افغانستان لور ته سفر پیل کړي،له سرحدونو تړلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی

پرون شنبې راهسي په سرحدونو افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو واپسي هم اغیزمنه شوې ده

October 9, 2025

د افغانستان اسلامي امارت هیواد ته واپس راتلونکو افغان کورنیو د ثبت ادارې د چهار‌شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د اسلام کلا له لارې (۱۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۳۷) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۳) کورنیو سره مجموعًا (۷۲۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۴۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۸۳۶)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي ، له نیمروز څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶)تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۵۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۲۳۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۱۰)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي. 

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. 

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. 

د سپین بولدک له لارې (۴۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۸۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي ، له سپین بولدک څخه (۳۴۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۸۵)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۶۵۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۹۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۲۶۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۷۷۷۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.  

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۹۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

د تورخم له لارې (۲۲۹)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۰۷۹)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي ، له تورخم څخه (۲۰۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۵۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۳۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۰۵)کورنیو سره مجموعًا (۱۷۲۰۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده، د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۷۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي. 

*د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:*

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو  

 له کابل څخه (283)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (1487)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (1195700)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. 

د افغانستان د افغان وګړو واپس هیواد ته رانستنیدونکو وګړو بشپړه راپور لاندې ورکړل شوې دې.

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (778)کورنۍ او (4184)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (833)کورنۍ او (4628)افراد  

 مرسته شوي مهــاجرین:              (735)کــورنۍ

 وېشل شوي سیمکارتونه:              (918)عــــدده

نورخبرونه

حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

افغانستان ته واپس راتلونکي افغان مهاجرین: افغان اړوند چارواکو مهم راپور خپور کړې

افغان مهاجرینو وطن ته واپسي: شمیره ی تر ۷۰۰۰۰۰ اوه لکه ورسیده

Related Articles

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

امریکا لوري افغان طالبانو سره مرستې: سیګار څرګندوي چې طالبانو د نغدو مرستو پروګرامونه په نښه کړي، له مستحقینو څخه مالیه اخیستل شوې او مرستندویه ادارو ته اداري فشارونه زیات شوي دي

December 7, 2025

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *