تازه خبرونه

داعش ډله چا او له کوم هیواد څخه  جوړه کړه؟

داعش، دولت الااسلامي فی العراق و شام چې کله نه هم په وجود کې راغله نو دوی د اسلامي خلافت اعلان وکړو

1 min read

کله نه چې امریکا له افغانستان څخه اووته نو په دې آخري ورځو کې په کابل هوایی ډګر ابې ګیټ باندې هم یو ځانمرګري وشو چې وروسته ی بیا ذمه واري داعش ډلې په غاړه واخسته

د داعش وسله والې ډلې پیل له عراق هیواد څخه وشو او په پیل کې دې ډلې په عراق او شام کې یو شمیر خونړي بریدونه ترسره کړل

October 9, 2025

داعش ډله او د پیل تاریخ

داعش، الدولة الإسلامية في العراق والشام چې معنی ی ده په عراق او شام کې اسلامي دولت.  د تاریخ په پاڼو کې دي چې  داعش ډله په کال ۲۰۰۶  شاوخوا کې د عراق په ناامنه شرایطو کې منځ ته راغله خو ددې ډلې تاریخ او ریښې له دې کال وړاندې د امریکا په عراق د یرغل وروسته په کال ۲۰۰۳ کې د القاعدې څانګې ته رسیږي

ددې ډلې اصلي بنسټ ایښودونکې یو اردني جهادي ابو مصعب الزرقاوي وو چې د القاعده فی العراق مشري ی کوله ، زرقاوي په کال ۲۰۰۶ کې د امریکا په هوایی برید کې ووژل شو خو دد له ډلې وروسته د داعش جوړښت دوام مومند

که څه هم داعش په عراق او شام کې د يو دولت د جوړېدو اعلان وکړ او ځان يې د نړيوال خلافت دعوه‌دار وګرځاوه، خو په حقيقت کې د دې ډلې بنسټ ايښودونکي مشران د بعثي افسران وو، چی د دې ډلې په اړه ژور شکونه را ولاړو، ځکه د دوی د خلافت اعلان، د ټولو جهادي ډلو تکفير او ورسره جګړه کول، د يوې استخباراتي ادارې د کړنلارې او چلند سره ډېر ورته والی لري او ددې ډلې کړنلارې  د يو رښتيني خلافت له روحيې او اصولو سره په ضد کې دي نو ځکه ویلې شو چې ددې ډلې استخباراتي ادارو سره اړیکې شته

دا ډله چې په پيل کې يې په عراق کې د مجاهدينو او ملکي مسلمانانو پر ضد بريدونه کول، وروسته يې دا لړۍ تر سوريې، افغانستان، سوماليا او نورو اسلامي هېوادونو پورې وغځوله، دا ډېره روښانه ده چې د خلافت د واقعي مفهوم يعنې د مسلمانانو د ساتنې او يووالي ځواک او د داعش د عملي کړنو تر منځ ژوره او څرګنده واټن موجود دی

د افغانستان اسلامي امارت په اړه د داعش دریځ

د دې ډلې له لوري د افغانستان د اسلامي امارت نه منل او د اسلامي نظام پر وړاندې جګړه، دا څرګندوي دي  چې داعش ډله له يو رښتيني اسلامي دولت څخه څومره لرې ولاړه ده؛ دا د دوی د انحراف او بې‌اصولۍ تر ټولو روښانه بېلګه ده چې دوی د یو اسلامي نظام په ضد دي او په داسې هیواد کې بریدونه ترسره کوي او مسلمانان په نښه کوي چیرې چې په عملي توګه اسلامي شریعت اعلان شوي دې. .

د داعش د بنسټ ايښودونکو مشرانو په اړه مهم معلومات هغه مهال رسنيز شول، کله چې د عراق د کورنيو چارو پخواني مرستيال وزير يو شمېر رسمي اسناد د متحده عربي اماراتو يوې خبري ادارې ته وسپارل، له بلې خوا، په جرمني کې خپرېدونکې يوې مجلې هم د دغې ډلې اړوند يو شمېر اسناد خپلو لوستونکو ته وړاندې کړل.

سمير عبد محمد الحلفاوي چې د حاجي بکر په مستعار نوم پېژندل کېده او د داعش تر ټولو اغېزناک شخص و، يو پخوانی بعثي افسر و، الحلفاوي د  بکه کمپ  له دورې وروسته د عراق له مقاومت ډلو سره اړیکې ټينګې کړې، او وروسته په سوريه کې د داعش د تر ټولو بااختياره استازي په توګه فعال پاتې شو، تر هغې چې هلته ووژل شو.

ابو ايمن العراقي، چې د داعش له پوځي مشرانو څخه شمېرل کېږي، د خپلو نورو ملګرو په څېر يو پخوانی بعثي قوماندان و، هغه د عراق د پوځي استخباراتو افسر پاتې شوی و، او د هېواد د رژيم له بدلون او د امريکا له يرغل وروسته درې کاله بندي شوی و، هغه داعش قوماندان چې وروسته سوريې ته تللی و، د موصل د ستنيدو وروسته په يو مشکوک بريد کې ووژل شو، ابو احمد العلواني د داعش يو بل قوماندان دی چې په اسنادو کې ياد شوی دی، د ثبتونو له مخې، اصلي نوم يې وليد جاسم دی او يو پخوانی بعثي افسر و؛ دلته داسې دعوې شته چې العلواني، په عراق کې په يو بريد کې وژل شوی وو، لا هم ژوندی دی.

ابو عبدالرحمن البلوي، چې د داعش د لوړې پوځي شورا د بنسټ ايښودونکو مشرانو څخه و، د ډلې تنظیمی شورا پخوانی مشر هم و، د هغه اصلي نوم عدنان اسماعيل نجم دی او يو پخوانی پوځي چارواکی و، هغه هم د بکه کمپ په بند کې د نيول شویو کسانو په منځ کې شامل و

نن ورځ ډېر شواهد موجود دي چې ښيي داعش، چې په ځانګړې توګه  ځوانانو ته دا مفکوره ورکوي چې د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړي، نه یوازې د خپل بنسټ په وخت کې د استخباراتي سرچینو له لارې رهبري شوی، بلکې اوس هم له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري، دغه ډله په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره لا هم له يو شمير هيوادونو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي

پاکستان د داعش ډلې په اړه څه دریځ او نظر لري

 د پاکستان امنیتي او حکومتي چارواکي دا نظر لري چې داعش ډله په رسمي ډول پاکستان کې شتون نه لري خو د  پاکستان په بیله بیلو سیمو کې داعش ډلې د یو شمیر خونړي بریدونه ذمه واري په غاړه اخستې ده، د پاکستان حکومتي او امنیتي ځواکونو مشرانو دا دریځ دې چې ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان ،داعش او نورې ترهګرۍ ډلې د پاکستان او ددې سیمې د امن ،سوکالې او ثبات لپاره یو لوې ګواښ دې او هم دا ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه پلانوي او بیا په پاکستان کې ترسره کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې هم د افغانستان په اړه راجوړې شوې د ماسکو فارمیټ په غونډه کې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د داعش په شمول د وسله والو ډلو په اړه معلومات او اندیښنې شریکې کړې او دا ی نړۍ ته ور په ګوته کړل چې دا وسله والې ډلې د سیمې د امن او ثبات لپاره لوی ګواښ دې او دې ګواښ ته باید جدي پاملرنه وشي.

نورخبرونه

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *