تازه خبرونه

پاکستان ۔ ملائشيا تعلقاتوکښې مهم پرمختګ، دوه اړخيزه اړيکو او مختلف شعبو کښې تعاون باندې اتفاق شوي

وزيراعظم شهباز شريف او د ملائشيا هم منصب انور ابراهيم ملاقات،منطقې امن لپاره د مشترکه کوششونو عزم
پاکستان ۔ ملائشيا تعلقاتوکښې مهم پرمختګ، دوه اړخيزه اړيکو او مختلف شعبو کښې تعاون باندې اتفاق شوي

وزيراعظم دوره ملائيشيا،دواړو ملکونو ترمينځ اقتصادي او تجارتي تعلقاتو په پراختيا اتفاق شوے

پتراجايا: وزيراعظم شهباز شريف د ملائشيا دورې په مهال د خپل هم منصب انور ابراهيم سره ليده کاته کړيدي،ورسره ئې د دواړؤ ملکونو تعلقات مضبوطولو،مختلف شعبو کښې همکارۍ او د منطقې په صورتحال خبرې کړيدي، د ملاقات وروستو ګډ خبري کانفرنس ته وينا په وخت د ملائشيا وزيراعظم انور ابراهيم د شهباز شريف د دورې هرکلي وکړو او دا دوره ئۍ د دواړؤ ملکونو اړيکو پراختيا لپاره مثبت ګرځولي ده ۔ د ملائشيا وزيراعظم د منطقې امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار ستائينه کړې او د فلسطين د کشالې د حل لپاره د پاکستان د موقف تائيد ئې کړيدے۔ انور ابراهيم زياته کړه چې پاکستان سره د ملائشيا تعلقات نور هم ښه کولو خواهش لري بايد چې دې لپاره د رابطو او د ملاقاتونو سلسله دوامداره وساتلي شي ۔ ملائشيا وزيراعظم زياته کړه چې پاکستاني هم منصب سره ئې ملاقات دوران په ترهه ګرۍ قابو موندو لپاره مشترکه کوششونو باندې اتفاق کړېدے ۔ وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع ووئيل چې ملائشيا د پاکستانيانو دوئم کور دے د دې ملک د دورې بلنه ورکولو باندې د ملائشيا د صدر خصوصي شکريه ادا کوم ۔ وزيراعظم د ملائشيا د هم منصب سره ملاقات ګټه ور بللي دے او وئيلي ئي دي چې ملائشيا حکومت د پاکستان نه د ۲۰ کروړ ډالرو ماليت حلال غوښه درآمد کولو فيصله کړيده ،د وزيراعظم وينا وه چې د فلسطين او کشمير پشمول په ټولو نړي والو معاملو د پاکستان او ملائشيا موقف او خيالات يو شان دي ۔ وزيراعظم زياته کړه چې انور ابراهيم سره ملاقات دوران اقتصاد،تجارت،تعليم،ټيکنالوجۍ او د سرمايه کارۍ بشمول مختلف شعبو کښې تعاون باندې اتفاق شوېدے ، ملائشيا مختلف شعبو کښې مهمې کاميابۍ ترلاسه کړيدي پاکستان هم د ملائشيا د تجربو نه فائده پورته کول غواړي ۔ دواړؤ ملکونو ترمينځ تجارتي تعلقاتو په حؤاله د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې دواړه ملکونه تجارت ته وده ورکولو باندې متفق شويدي ملائشيا د پاکستان نه وریجو په صادرات کښې اضافه کړيده راتلونکي وخت کښې دوه اړخيزه تجارتي حجم نور هم سيوا شي ۔ دې نه آګاهو دواړه ملکونو ترمينځ مختلف شعبو کښې تعاون په حواله د مفاهمت په ياداشتونو لاس ليک شوي وو۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *