تازه خبرونه

پاکستان پسني بندرګاه امريکې ته د سپارلو په حواله د فنانشنل ټائمز راپور مسترد کړېدے

پسني بندرګاه په حواله راپور بے بنياده دې پاکستان امريکې ته هيڅ قسم وړانديز نه دي کړے،سيکيورټي چارواکي

1 min read

پاکستان پسني بندرګاه امريکې ته د سپارلو په حواله د فنانشنل ټائمز راپور مسترد کړېدے

د پاکستان سيکيورټي چارواکو پسني بندرګاه امريکې ته حواله کولو خبرونه د پاکستان خلاف پروپګنډا بللي

October 6, 2025

پاکستان د برطانيې ورځپاڼې فنانشل ټائمز کښې په دريم اکتوبر د پسني بندرګاه په حواله خپور شوې راپور مسترد کړېدے او دا ئې د پاکستان خلاف منفي پروپګنډا بللي ده ۔ سيکورټي سرچينو ترمخه پاکستاني واکمنو د وائټ هاؤس يا د امريکې بلې ادارے سره دپسني بندرګاه په حواله هيڅ قسم خبرې نه دي کړے ۔ سيکيورټي ذرائع وائي چې پرائيوټ کمپنو يا ادارو سره مذاکرات د رياستي پاليسۍ برخه نه وي د فنانشنل ټائمز دغه رپورټ د پاکستان يا د پاک پوځ د باضابطه پاليسۍ نمائندګي نه کوي ،يو سينئير سيکورټي اهلکار د نوم نه ښودو په شرط سرکاري خبري ادارو ته وئيلي دي چې د پسني بندرګاه سيکيورټي بهرملکونو ته سپارلو هيڅ منصوبه نه لرو،د سيکيورټي چارواکي وينا ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير هيڅ قسم مشيران نه لري د پسني بندرګاه معامله هغه سره تړل ګمراه کن او غلط ګام دے۔ سيکيورټي چارواکي زياته کړيده چې د جعفرافيائي لحاظ سره پسني سيمه خصوصي اهميت لري د بندرګاه سيکيورټي امريکې ته سپارل يو خيال دے خو عملي منصوبه نه ده دا قسمه مهم معاملات بغير د څه تحقيق فيلډ مارشل پورې تړل نه دي پکار ۔

دفنانشنل ټائمز راپور او بيا يوټرن

په دريم اکتوبر فنانشنل ټائمز خپل يو راپور کښې وئيلي وو چې د پاکستاني فيلډ مارشل مشيرانو د امريکني چارواکو سره ملاقاتونو دوران د پاکستان معدني ذخائرو رسائۍ کښې د سهولت لپاره پسني بندرګاه سيکيورټي او انتظام سنبهالولو
وړانديز کړېدے،راپور ترمخه پسني بندرګاه سيکيورټۍ
په تجويز د پاکستان او د امريکې ځني چارواکو سره ملاقانوکښې تفصيلې خبرې شوي وې او صدر ټرمپ سره وائټ هاؤس کښې د وزيراعظم شهباز شريف د ملاقات نه مخکښې فيلډ مارشل عاصم منير د دې تجويز نه خبر کړي شوي وو، راپور کښې زياته کړي شويده چې دې منصوبې ترمخه امريکې له پوځي اډه ورکولو څه تجويز نه دې شامل البته امريکني سرمايه کارو پسني بندرګاه د يو ريلوے نيټ ورک په ذريعه معدنيات لرونکي سيمو سره د ټرلو تجويز وړاندې کړې وو، فنانشنل ټائمز په بله ورځ دې راپور کښې رد و بدل کړې وو او سټوري ئې ټهيک کړي وه، فنانشنل ټائمز وضاحت کړې وو چې راپور کښې شوي دعوؤ د تصديق ضرورت دے او دا سټوري هسې ګپ شپ وه ۔ د فنانشنل ټائمز د غلط او بے بنياده راپور لوجې هندوستان او د پي ټي آئي سره تړلي اکاونټونو په رياست او پاک پوځ د الزاماتو موقع ملاؤ شوي وه او تورونه ئې ولګول چې امريکې اوس په بلوچستان کښې پوځي اډې جوړه وي ۔ د پاکستان سيکيورټي چارواکو واضح کړيده چې د فنانشنل ټائمز غير ذمه دارانه رپورټنګ د پاکستان خلاف غلط او بے بنياده افواګانې د خورولو سبب ګرځيدلې ،پاکستان د ملک او د اولس د مفاداتو په رڼا کښې خارجه پاليسي جوړه وي او نور ملکونو سره تعلقات قائموي او مهمې فيصلې کيږي، د پاکستان معدنياتو شعبه کښې اګرچه د نړي والې سرمايه کارۍ ضرورت دے په دې کښې د چين،امريکه او سعودي عرب بشمول د نورو ملکونو شراکت دارې به شامل وي خو د پاکستان د خپلواکۍ د ضابطے لاندې دې ملکونو سره معاهدې کيږي ۔

Related Articles

افغان طالبانو غوښتنه کړې وه چې په دې خبرو کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان پلاوې هم شامل کړي شي

October 26, 2025

د افغان طالبانو د مهاجرینو لپاره جوړه اداره وایی دوی افغان کورنیو سره نغدې مالي مرستې کوي

October 26, 2025

افتاب احمد خان شیرپاو د وزیردفاع خواجه محمد آصف بیان ته د تود غبرګون ښودلې او په هغه ی سختې نیوکې کړي

October 26, 2025

سرچینې وایی چې له پاکستان لوري پلاوي کې اووه غړي او د افغان لوري پلاوي کې شپږ د افغان طالبانو پلاوي غړي شامل وو چې د ترکي استنبول په یوه هوټل کې ی غونډه وکړه

October 26, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *