تازه خبرونه

آزاد کشمیر شخړه: حکومتي مذاکراتي کمیټۍ او عوامي ایکشن کمیټۍ ترمنځ هوکړه وشوه

حکومتي مذاکراتي کمیټۍ مشرانو ویلي دي چې عوامي ایکشن کمیټۍ سره کامیابۍ خبرې اترې د جمهوریټ او پاکستان بریا ده
رانا ثناالله اوویل چې عوامي ایکشن کمیټۍ سره ستونزه په ډیره ښه توګه هواره شوې ده

حکومتي مشرانو ویلي دي چې بعضې سازشي کسانو غوښتل ګډوډي رامنځته کړي خو دوی په خپلو ناوړه مقصدونو کې بریالي نه شو

د آزاد کشمير په پلازمېنه مظفرآباد کې د حکومت او ولسي اېکشن کمېټې استازو په ګډه خبري غونډه کې د هوکړې اعلان وکړ.

د وزيراعظم سلاکار او د حکومتي مذاکراتي کمېټې غړي رانا ثناءالله په خبري غونډه کې وويل چې دا موضوع په ښه ډول حل شوه او د ولسي اېکشن کمېټې جايز غوښتنې ومنل شوې.

ده زياته کړه چې د دواړو لورو د موضوعاتو د هوارولو لپاره يوه قانوني اېکشن کمېټه جوړه شوې ده، دا کمېټه به هر پنځلس ورځې وروسته غونډه کوي.

د پېپلز ګوند مشر او پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف وويل چې ځينې خلکو غوښتل ګډوډي جوړه کړي او حالات خراب کړي خو د هغوی ټول پلانونه ناکام شول

راجہ پروېز اشرف زياته کړه چې په کشمير کې د امن راوستل د ټولو ګډه ذمه واري ده. يوه کمېټه جوړه شوې ده او اوس هېچا ته اړتيا نشته چې سړکونو ته راووځي. که ستونزه يا شکايت وي، بايد د کمېټې مخې ته ی  وړاندې کړي. .

وفاقي وزير احسن اقبال هم د ګډې اېکشن کمېټې سره هوکړه د پاکستان، آزاد کشمير او ديموکراسۍ بريا وبلله.

احسن اقبال د حکومتي مذاکراتي کمېټې د خبري غونډې نه وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې په خپل پيغام کې ويلي وو چې په تېرو اوونيو کې د ولسي ستونزو له امله يوه سخته وضعه رامنځته شوې وه، خو د ځايي او ملي مشرتابه د پوهې او د خبرو اترو روحيې له لارې دا کړکېچ په سوله ييز ډول حل شو.

ده وويل: نه تشدد ته لاره ورکړل شوه او نه وېش، بلکې د متقابل احترام او مکالمې په برکت يو حل راوووت.

وفاقي وزير زياته کړه چې ګډې اېکشن کمېټې د ولس غږ پورته کړ او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ حکومت په جدي توګه دغه غږ واورېد. کله چې حکومت د ولس خبره اوري، ولس هم په رغنده ډول خبرې کوي او حل ته لاره پيدا کېږي. احسن اقبال وويل: موږ د ټکر پر ځای مشورې او د انا پر ځای يووالي ته لومړيتوب ورکړ. ان شاءالله ټول به يو ځای د آزاد جمون و کشمير د ښه حکومتدارۍ او پرمختګ لپاره ګډ کار کوو

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *