تازه خبرونه

ټانک روغتيائي سهولت مرکز باندې د وسله والو بريد،دوايانې،ورغتون ودانۍ ته ی زیان رسولې

وسله والو څوکيدار وهلې ټکولې دے،د مرکز فرنيچر،سولر پينل او نور سامونه هم د ځان سره وړيدي
ټانک بي ايچ يو باندې وسله والو برید، په ځایی اولس کښې د اندیښنو لامل شوې

alt text:ټانک کښې بدامنۍ پيښې دوام لري،وسله والو په بي ايچ يوبرید کړې کړې،سامانونه ئې ترې اوړيدي او مرکز کښې موجود دوايانې او ويکسينو ته ی زیان رسولې دې

د ټانک صدر تهاڼې حدود په چيسن کچ نومي کلي کښې د شپے ناوخته وسله والو کسانو د روغتيائي سهولت په مرکز(بي ايچ يو) باندې حمله کړي وه او دې مرکز کښې موجود ويکسين،دوايانې او د مختلف رنځونه نه بچاؤ ټيکو بشمول نور سامانونه مات کړيدي او نقصان ئي ورته رسولې دے ۔ مقامي سرچينو ترمخه وسله والو د بريد په وخت د دې مرکز څوکيدار وهلې ټکولې هم وو۔ بي ايچ يو کښې نقصانات کولو نه پس وسله والو  د مرکز فرنيچر او سولر پينل نه علاوه نور سامانونه د ځان سره اوړيدي او تيښته کښې بريالي شويدي ۔ دې روغتيائي مرکز کښې به د مقامي خلکو او په خصوصي توګه د غريبانانو علاج معالجه کيدله ۔ څو ورځې وړاندې هم وسله وال کسانو په دې مرکز ورغلې وو او سي سي ټي وي کيمرې ئې د ځان سره اوړې وې ۔ پوليسو د دې پيښې پلټنې پيل کړېدے ۔ ياده دې وي چې د ټانک بشمول د خېبر پښتونخوا په مختلف سيمو کښې د ترهه ګرو په بريدونو کښې ډير سيوا والې راغلې دے، په امنيتي اهلکارو او عام وګړو باندې د حملو سره سره وسله والو په سکولونو او روغتيائي سهولت په مرکزونه هم حملې پيل کړيدي چې لوجې ئې د دې سيمو اوسيدونکو کښې ويره خوره شويده ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *