پيښور ښار کښې ترهه ګرو بيا پوليس اهلکار په نښه کړېدي،د بهانه ماړۍ تهاڼې په حدود کښې د پوليسو په ګاډي درنه چاودنه شوي وه ۔ پيښې په حواله رسنيو ته معلومات ورکولو په مهال د پيښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد وئيلي دي چې پوليس اهلکار د معمول په ګشت وو چې په ګاډي ئې چاودنه شوېده ۔ د چاودنې لوجې اے ايس آئي شاه فيصل، کانسټيبل سجاد، نور الله او ضيا ژوبل شويدي ۔سي سي پي او وينا ترمخه چاودنه هغه مهال شوے کله چې د پوليسو ګاډې دغې ځائې څخه تيريدو۔ ژوبل څلور واړه پوليس اهلکار ليډي ريډنګ هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔ د چاودنې ابتدائي رپورټ ترمخه چاودونکي مواد د وړاندې څخه په روډ ښخ کړي شوي وو ۔ د چاودنې هدف د پوليسو ګاډې وو۔ د پيښې وروسته پوليسو سيمه ولقه کښې اخستې او پلټنې ئې شورو کړيدي ، د دې چاودنې وروستو د پيښور ښار او د حساس مقاماتو سيکيورټي سخته کړي شويده ۔ د پيښور ايس ايس پي آپريشن مسعود بنګش او ايس پي سټي عتيق شاه د چاودونې وروسته ليډي ريډنګ هسپتال ته ورغلې او د ژوبل پوليس اهلکارو پوښتنه ئې کړېده ۔
سي سي پي او روغتون ته ورغلې
د پېښور سی سی پی او ډاکټر میا سعید احمد د حیات آباد میډیکل کمپلیکس (ایل آر ایچ) دوره وکړه او د آیی اي ډي چاودنې ټپی پولیس اهلکارو پوښتنه ی وکړه. په دې موقعه کې د هغه سره ایس ایس پي اپریشنز، ایس ایس پي کوآرډینیشن او ایس پي سټي ډویژن هم ملګري وو..
ډاکټر میا سعید احمد د روغتون انتظامیې او ډاکترانو ته لارښوونه وکړه چې ټپي پولیس ته دې تر ټولو غوره طبي سهولتونه ورکړل شي تر څو ژر تر ژره روغ شي.
وروسته سی سي پي او د پېښې ځای قمردین ګړهۍ تفصیلي معاینه وکړه او د تفتیشي ټیم سره یې وکتل او وی ویل چې پلټنې دې د شواهدو په رڼا کې شفافې او پر ساینسي بنیاد ترسره شي. هغه وویل چې د ترهګرۍ دا ډول کړنې د پولیسو حوصلې نه شي کمزوري کولی، پولیس به د هر قیمت په بدل کې د وګړو د ژوند او مال د ساتنې ذمه واري ترسره کوي
نورخبرونه
پیښور کې د شپې ناوخته په کور کې اور لګیدلې، پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړې: