آزاد جمّو کشمير او د مظفر آباد په بېلابېلو سيمو کې د ولسي احتجاج فضا لا هم دوام لري او په همدې لړ کې د ګډې ولسي ايکشن کميټې او حکومت ترمنځ د خبرو لړۍ پيل شوې ده۔ په مظفرآباد کې د دغو خبرو مشري د ولسي ايکشن کميټې استازو شوکت نواز مير، امجد علي خان ايډووکېټ او مرکزي غړي انجم زمان اعوان وکړه۔ بل لور ته د حکومت له اړخه د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف، قمر زمان کائره، رانا ثناء الله او نور مشران دوی سره په خبرو اترو کې ګډون لري۔ حکومتي پلاوی د هيلي کاپټر له لارې مظفرآباد ته ورسېد تر څو د ولسي ايکشن کميټې له مشرانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي او د اوسني بحران د حل لاره را اوباسي.
ولسي ايکشن کميټې د خبرو پر مهال حکومت ته خپلې څو مهمې غوښتنې وړاندې کړې دي۔ په دغو غوښتنو کې تر ټولو اساسي غوښتنه دا ده چې د آزاد جمّو او کشمير نه دې امنيتي ځواکونه ژر تر ژره و ايستل شي او اسلام اباد ته دې ولېږل شي۔ کميټې ټينګار وکړ چې د ځواکونو موجوديت د ولسي بېچينۍ سبب ګرځي او د هغوی په وتلو سره به د امن فضا رامنځته شي۔ بله مهمه غوښتنه دا وه چې د آزاد کشمير وزيراعظم، د کورنيو چارو وزير او نورو حکومتي چارواکو پر ضد دې د هغو وژنو مقدمه درج شي چې ولسي ايکشن کميټه هغوی پرې مسؤل ګڼي۔
ولسي ايکشن کميټې د آزاد کشمير د وزيراعظم د ژر استعفا غوښتنه هم وکړه او څرګنده يې کړه چې اوسنی مشرتابه د ولس باور نه شي پوره کولی۔ همداراز د مظفرآباد د سېکټر کمانډر د معطلي او د هغوی پر ضد د پلټنو د پيل غوښتنه هم شوې ده۔ بله مهمه نکته چې کميټې راپورته کړه هغه دا وه چې د ولسي ايکشن کميټې د مشرانو، اوورسيز کشميريانو او ژورنالېستانو نومونه دې د اېف آی اې د ايګزيټ کنټرول لېسټ او سټاپ لېسټ څخه لرې کړل شي، څو هغوی ته د آزادې تګ راتګ اجازه ورکړل شي۔
د دغو غوښتنو له وړاندې کېدو وروسته د خبرو چاپېريال ډېر جدي او نازک بلل کېږي۔ د کشمير ولس او بهر مېشت کشميري ټولنه د دغو خبرو نتيجې ته په ډېره پاملرنه ګوري، ځکه چې د دې اغېز به نېغ په نېغه د رياست پر راتلونکې لوری واقع کېږي۔ وزيراعظم شهباز شريف هم لارښوونه کړې چې حکومتي پلاوی دې د مسئلې ژر او دايمي حل راوباسي او په دې اړه دې وړانديزونه بې له ځنډه د وزيراعظم دفتر ته وسپاري۔ اوس دا پاتې ده چې دغه خبرې اترې په کومه پايله رسېږي۔ د ولسي ايکشن کميټې له خوا سخت دريځ نيول شوی، خو حکومت د روغې جوړې او خبرو اترو له لارې د بحران د حل کولو هيله څرګنده کړې ده۔ د حالاتو د حساسيت له امله تمه کېږي چې دواړه خواوې به نرمښت وښيي تر څو د آزاد جمّو او کشمير ولس ته آرام او سياسي ثبات ورکړل شي۔
نورخبرونه